اسلام آباد د یو روسي چارواکي څرګندونو ته غبرګون ښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123072-اسلام_آباد_د_یو_روسي_چارواکي_څرګندونو_ته_غبرګون_ښودلی
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د ایټمي وسلو د جوړولو د ټیکنالوجۍ په هکله د پاکستان او یوکرین د ملګرتیا په هکله د روسیې د یو چاروکو څرګندونو ته غبرګون څرګند کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2022 03:56 Asia/Kabul
  • اسلام آباد د یو روسي چارواکي څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د ایټمي وسلو د جوړولو د ټیکنالوجۍ په هکله د پاکستان او یوکرین د ملګرتیا په هکله د روسیې د یو چاروکو څرګندونو ته غبرګون څرګند کړ

د ایکسپریس نیوز خپرندوې د رپورټ له مخې، د پاکستان د خارجه وزارت ویاند عاصم افتخار پرون وویل: مونږ له داسې بې بنیاده او بې مدرکه څرګندونو څخه چې د پاکستان او روسیې د اړیکو بیخي اپوټه دي، حیران یو.

هغه د دغو څرګندونو په هکله د روسیې د سپیناوي غوښتنه وکړه.

ریانووستي خبري آژانس رپورټ ورکړی و چې د روسیې د دفاعي شورا د کمیټي غړي سینیټر ایګور مورورزوف وویل: د یوکرین کارپوهان پاکستان ته تلي دي او د دغه هیواد له ځینو چارواکو سره یې د ایټةي وسلو د جوړولو د ټیکنالوجۍ په هکله خبرې اترې کړې دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان حکومت تراوسه د روسیې او یوکرین د جنګ په لړ کښې روسي ضده دریځ نه دی غوره کړی خو د یوکرین د جنګ د اوږدیدو او په سیمې او نړۍ باندې یې د دغه جنګ درنو پایلو په اړه خپله جدي اندیښنه په کراتو اعلان کړې ده.