پاکستان د «تاپي» پروژې د اجرا په ورو بهیر باندې نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123180-پاکستان_د_تاپي_پروژې_د_اجرا_په_ورو_بهیر_باندې_نیوکه_وکړه
پاکستان وویل چې د تاپي پروژې د جوړولو لپاره یې یوازې له ترکمنستان څخه سټراټیجکه ژمنه ترلاسه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2022 00:50 Asia/Kabul
  • پاکستان د «تاپي» پروژې د اجرا په ورو بهیر باندې نیوکه وکړه

پاکستان وویل چې د تاپي پروژې د جوړولو لپاره یې یوازې له ترکمنستان څخه سټراټیجکه ژمنه ترلاسه کړې ده.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د پاکستان د انرجۍ وزیر مصدق مالک ویلي دي چې د دغه هیواد فیډرل حکومت د (تاپي) په نامه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د جوړولو په لړ کښې یوازې د ترکمنستان له لورې سټراټیجکه ژمنه ترلاسه کړې ده.

د بزنس ریکارډر په لیکنه، د پاکستان د انرجۍ وزیر د دغه هیواد رسنیو ته ویلي چې د ګیس د تامینولو او په پاکستان کښې د پایپ لاین د بیخ بیناؤ د جوړولو لپاره یې د مرکزي آسیا له هیوادونو سره خبرې اترې کړې دي.

د مالک په وینا، افغانستان به د تاپي پروژې په بدل کښې له خپلې کلنۍ بودجې زیاتې پيسې ترلاسه کړي.

د پاکستان د انرجۍ وزیر ویلي دي چې د تیلو او ګیس د وړاندې کولو په لړ کښې له هیڅ هغه بهرني شرکت سره تړون نه لاسلیک کیږي چې له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ وي.

په دې وروستیو کښې د طالبانو د تیلو او معدنونو د وزارت چارواکو هم ویلي وو چې په نزدې راتلونکي کښې له ترکمنستان سره د تاپي پروژې قرارداد لاسلیکیږي او د هرات ولایت په صنعتي ښارګیو او ګذره ولسوالۍ کښې به د مایع ګیس ویش پیل شي.