د پاکستان او د افغانستان سرحدي ځواکونو جګړه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123514-د_پاکستان_او_د_افغانستان_سرحدي_ځواکونو_جګړه_وکړه
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو ځواکونو یوځل بیا په ګډ سرحد کښې د پاکستان له سرحد ساتونکو سره جګړه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2022 10:57 Asia/Kabul
  • د پاکستان او د افغانستان سرحدي ځواکونو جګړه وکړه

فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو ځواکونو یوځل بیا په ګډ سرحد کښې د پاکستان له سرحد ساتونکو سره جګړه وکړه.

د طالبانو ځايي چارواکو په سپین بولدک سرحدي لاره کښې د پاکستان د عسکرو او د دغه ډلې د ځواکونو ترمینځ د وسله والې نښتې په تائیدولو سره وویل په دغه پیښه کښې چې د یوه ناوړه تفاهم په وجه رامینځته شوي وه څوک مړه یا ژوبل شوي نه دي.

دغه نښته په داسې حال کښې شوي ده چې په تیرو اونیو کښې د افغانستان له کډوالو سره د پاکستان د پولیسو د بد چلند په هکله خبرونه خپاره شوي چې د طالبانو د چارواکو له غبرګون سره مخامخ شوی دی.

د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت وویل د پاکستان د سیند صوبې پولیس له تیرو څو میاشتو راهسې تراوسه د افغانستان له مهاجرینو سره بد چلند کوي.