عمران خان د خپل ګوند له مشرانو سره کتنه وکړه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن د پنجاب صوبې د کورنیو چارو د وزیر عمر سرفراز چیمه او د احتساب د چارو د سلاکار مصدق عباسي په شمول له مهمو کسانو سره غونډې وکړې.
عمران خان دغه غونډې په داسې حال کښې کړي دي چې د تحریک انصاف ګوند لاریون کونکي پنډۍ ښار ته ځانونه رسوي.
د تحریک انصاف ګوند یوه سناتور فیصل جاوید وویل دغه ګوند به د نوامبر د میاشتې په شپږویشتمه نیټه په پنډۍ کښې ستر احتجاج وکړي او زیاته یې کړه چې له ټول پاکستان څخه د دغه ګوند پلویان پنډۍ ته ځانونه رسوي.
هغه وویل تحریک انصاف ګوند په پاکستان کښې سمدستي د انتخاباتو د ترسره کیدا او د صادرو شویو اسمبلیانو د ړنګیدا غوښتنه کوي چې هیواد له کړکیچ څخه وباسي.
د تحریک انصاف یوه بل مشر شفقت محمود هم وویل چې د ادارو سیاسي کول د پوځي د نوي مشر لپاره حقیقي چیلنج دی.
دغه راز د پاکستان د عوامي مسلم لیګ مشر شیخ رشید وویل تر څو چې د پوځ د نوي مشر د ټاکل کیدا موضوع حل شوي نه وي په سیاست کښې به هیڅ ثبات نه وي.