د پاکستان د پوځ مشر کورنۍ میلیارډونه ډالره ترلاسه کړي
(last modified Wed, 23 Nov 2022 00:53:08 GMT )
Nov 23, 2022 05:23 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ مشر کورنۍ میلیارډونه ډالره ترلاسه کړي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان حکومت د پوځ د اوسني مشر جنرال جاوید باجوا د کورنۍ د مالي اطلاعاتو د غیر قانوني خپریدا په هکله تحقیقات پیل کړل.

په امریکا کښې دیره د پاکستان خبریال احمد نوراني وویل له هغه وخت راهسې چې جنرال جاوید باجوا د پوځ مشر شوی دی د هغه میرمنې او بچیانو د تیلو او د  جایداد په شان برخو  کښې پانګونې کړي دي او لاس ته راغلي ګټې او پیسې یې خارجي هیوادونو ته انتقال کړي دي.

په عین حال کښې فیکټ فوکس خبري سایټ په یوه راپور کښې ادعا وکړه چې د پاکستان د پوځ د مشر په توګه په دوه زره شپاړسم میلادي کال کښې د جنرال جاوید باجوا د کار له پیلیدا راهسې د هغه د کورنۍ غړي میلیارډران شوي دي.

د فیکټ فوکس اینټرنیټ سایټ لخوا د دغو اطلاعاتو له خپریدا وروسته د پاکستان د مالیې وزارت وویل دغه هیواد به د پوځ د مشر باجوا د کورنۍ د  مالیاتي اطلاعاتو د  بې اجازې او غیر قانوني خپریدا او د دغو اطلاعاتو د ایشوا کیدا په هکله تحقیقات پیل کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر  شهباز شریف یو مرستیال د دغو تحقیقاتو مشرۍ پرغاړه لري او ویل شوي دي چې هغه باید په څلرویشتو ساعتونو کښې په دې هکله راپور ورکړي.