د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمینځ نښته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124002-د_پاکستان_د_امنیتي_ځواکونو_او_ترهګرو_ترمینځ_نښته_شوې
په شمالي وزیرستان کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمینځ د نښتې له امله یو پوځي مړ شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2022 12:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمینځ نښته شوې

په شمالي وزیرستان کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمینځ د نښتې له امله یو پوځي مړ شوی دی

د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمینځ د ډزو د تبادلې له امله یو امنیتي افسر وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ د یوې بیانیې په صادرولو سره د دغه خبر د اعلانولو په ترڅ کښې څرګنده کړه: بوځیانو د نښتې ځاې ته تلونکې ټولې لارې بندې کړې دي او سیمه یې پاکه کړې ده.

تیره اونۍ هم په دغې سیمې کښې د پاکستان شپږ امنیتي ځواکونه د ترهګرو په لاس وژل شوي وو.

په لکي مروت او بنو سیمه کښې له ترهګرو سره د پاکستان د پوځي ځواکونو په نښته کښې یو ترهګر هم وژل شوی دی.

خو په رپورټونو کښې دا نه دي ویل شوي چې دغه ترهګر د کومې ډلې کسان وو.