پاکستان په سیمه کښې د داعش په خوځښتونو اندیښنه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124710-پاکستان_په_سیمه_کښې_د_داعش_په_خوځښتونو_اندیښنه_څرګنده_کړه
ایرنا خبري اژانس د پاکستان د ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې په قول راپور ورکړ پاکستان په سیمه په تیره بیا خپل هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې د خوځښتونو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2022 10:30 Asia/Kabul
  • پاکستان په سیمه کښې د داعش په خوځښتونو اندیښنه څرګنده کړه

ایرنا خبري اژانس د پاکستان د ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې په قول راپور ورکړ پاکستان په سیمه په تیره بیا خپل هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې د خوځښتونو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه.

د پاکستان رسنیو وویل چې د تیر میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدا وروسته په سیمه کښې د داعش ډلې خوځښتونه نه یوازې زیات شوي دي بلکې پاکستان ته د داعش ډلې د عملیاتو غځیدل هم د دغه سپیرې ښکارندې په پیاوړي کیدا باندې د اسلام اباد د  ژورې اندیښنې سبب شوي دي.

په افغانستان کښې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان هم په سیمه کښې د داعش ترهګرې ډلې خوځښتونه د تهران او د اسلام اباد ګډه اندیښنه وبلله.

هغه وویل د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې ترخې پیښې یوځل بیا مهمو ګاونډیانو یعني پاکستان او ایران سره د افغانستان د اختلاف د رامینځته کولو لپاره د یوه پلان شوي دسیسې ښودنه کوي.