پاکستان او تاجیکستان، افغانستان کښې ټولشموله حکومت غواړي
(last modified Thu, 15 Dec 2022 09:22:02 GMT )
Dec 15, 2022 13:52 Asia/Kabul
  • پاکستان او تاجیکستان، افغانستان کښې ټولشموله حکومت غواړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان او د تاجیکستان مشرانو په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو پرضرورت ټينګار وکړ.

طالبانو ډلې چې له تیر میلادي کال راهسې په افغانستان کښې واک ته رسیدلي ده د موقته حکومت په جوړولو سره په هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ژمنه کړي وه  خو تراوسه یې دغه ژمنه نه ده عملي کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان نن په اسلام اباد کښې  په کتنه کښې وویل په افغانستان کښې  له ټولو سیاسي ګوندونو او ډلو څخه جوړ یو پراخ بنسټه حکومت ضروري دی.

شهباز شریف او امام علي رحمان په افغانستان کښې د ثبات او د سولې د ټینګیدا لپاره له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

پاکستان ته د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان په سفر کښې د دواړو هیوادونو چارواکو د تجارت ډ ټرانزیټ د صنایعو ، د ټیکنالوژۍ، انرژۍ او د ګمرکاتو او د نشه ییزو موادو له قاچاق سره د مبارزې کښې د دوه اړخیزه ملګرتیاو او  تعاملاتو د پراخولو لپاره د ملګرتیا تفاهم لیک او د  ملګرتیا اته تړونونه لاسلیک کړل.    

 

ټیګونه