دپاکستان ایټمی پرو ګرام دسولې ضامن دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i12559-دپاکستان_ایټمی_پرو_ګرام_دسولې_ضامن_دی
زمونږخبریال دپاکستان دخبری سرچینو له قوله راپورراکړ دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف دې ته په اشارې سره چې دپاکستان ایټمی پروګرام موخه په جنوبی آسیا سیمې کې له سولې ډاډمنیدا ده ویلی دی ، په دغه پروګرام په تکیې سره هیواد ماته نه منونکی او خوندی کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2016 10:29 Asia/Kabul
  • دپاکستان  ایټمی پرو ګرام دسولې ضامن دی

زمونږخبریال دپاکستان دخبری سرچینو له قوله راپورراکړ دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف دې ته په اشارې سره چې دپاکستان ایټمی پروګرام موخه په جنوبی آسیا سیمې کې له سولې ډاډمنیدا ده ویلی دی ، په دغه پروګرام په تکیې سره هیواد ماته نه منونکی او خوندی کیږی .

دپاکستان لومړی وزیر روښانه کړې حکومت خورا اصلی دنده، د د اخلی او بهرنیو ګواښونو په وړاندې د خپلې خاورې او ملت ساتنه ده .

نواز شریف زیاته کړې ، دهرهغه بهیر ځواب به چې په پاکستان کې دخپلو شیطانی موخو په اجرا کولو پسې وی ، په ایټمی قدرت سره ورکړو .

دپآکستان لومړی وزیر ددغه هیواد داقتصادی قدرت دزیاتولو په ضرورت په ټینګار سره وویل ، دپاکستان ایټمی قدرت په سیمې کې دقدرت انډول برابر کړی دی .

دپاکستان حکومت دتیرې شبنې په ورځې دایټمی موادو دتامینونکی ډلې ( این ایس جی ) مشر ته درسمی لیک په لیږلو سره په رسمی توګه په دغې ډلې کې دغړیتوب غوښتنه کړې ده . په دغې ډلې کې هغه ۴۸هیوادونه شامل دی چې په درستې نړۍ کې دایټمی وسلو دپراختیا دمخنیوی لپاره فعالیتونه کوی

هند اوپاکستان دوه ایټمی قدرتونه دی چې تر دې دمه ئې این پی ټی تړون هم نه دی لاسلیک کړی .