سعودي عربستان ته د پاکستان د پوځ د ستر قوماندان سفر
په داسې شرائطو کې چې دپاکستان د اقتصادي اورګانونو د اعلان په اساس دغه هیواد څه ښه اقتصادي وضعیت کې نه دی، وئيل کیدلی شی،عربستان ته د جنرال عاصم منیر د سفر ترټولو مهمه موخه د مالی مرستو دترلاسه کولو لپاره ددغه هیواد چارواکو د نظر جلبولو لپاره وي.
د پاکستان د پوځ ستر قوماندان جنرال عاصم منیر عربستان ته د سفر په دوام کې ددغه هیواد له دفاع وزیر خالد بن سلمان او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
عربستان ته دجنرال عاصم منیری په لومړني سفر کې د هغه ترټولو مهم هدف دپوځي ملګرتیاؤ پراختیا اعلان شوې ده.ټاکل شوې ده جنرال عاصم منیر په دوام کې متحده عربی اماراتو ته هم سفر وکړي. د پاکستان سیاسی او پوځي چارواکي معمولان خپل لومړنی سفر عربستان ته کوي، چې د اسلام اباد په سیمه ایزو اړیکو کې ددغه هیواد دځائيګي ښودنه کوي، چې له څو اړخونو د پام وړی دی . لومړی دا چې دپاکستان پوځ او حکومت تل له عربستانه په مختلفو شکلونو کې مالی مرستې ترلاسه کوي. په داسې شرائطو کې چې دپاکستان د اقتصادي اورګانونو د اعلان په اساس دغه هیواد څه ښه اقتصادي وضعیت کې نه دی، وئيل کیدلی شی،عربستان ته د جنرال عاصم منیر د سفر ترټولو مهمه موخه د مالی مرستو دترلاسه کولو لپاره ددغه هیواد چارواکو د نظر جلبولو لپاره وي.
د پاکستان د سیاسی چارو یو کارپوه منصور احمد خان په دې باب وائي، پاکستان او عربستان له ښو اړیکو برخمن دي او هغو مختلفو مرستو ته په پام سره چې عربستان ئې له پاکستان سره کوي، اسلام اباد هم خپلې سیمه ایزې اړیکې یو ډول له عربستان سره غږمله کوي. دا موضوع سبب شوې ده څو جنرال عاصم هم له منصوبیدا وروسته پخپل لومړنی سفر کې عربستان ته عربستان ته لاړشي چې بې شکه د دواړو لورو ترمینځ غږملتیاوې ترسره کیږي.ددغه سفر دوهمه موخه،له تحریک طالبان ترهه ګرې دلې سره په ارتباط کې بلل کیدلی شي،چې په همداوروستیو کې د پاکستان د پوځ او ټي ټي پي ترمینځ تاؤتریخوالی ډير زیات شوی او وئيل کیږي، چې نن سهار وختي هم په خیبر پختونخواه کې طالبانو په دوو امنیتی څوکیو بریدونه کړي دي. او داسې ځيني نور خبرونه هم آوریدل کیږي چې ګواکې د پاکستان پوځ هم په افغانستان کې دتحریک طالبان پر پټنځایونو او مرکزونو بریدونه پیل کړي دي ، چې البته د طالبانو ځيني سرچینې دا اقدام دروغ ګڼي. دې ته په پام سره چې په افغانستان او پاکستان کې سروزوری او افراطي ډلې ټپلې د سیمې د هیوادونو له ځينو بهیرونو سره ارتباطات هم لري.جنرال عاصم منیر هیله مند دی له تحریک طالبان پاکستان سره د هرډول مرستو د بندولو لپاره د عربستان له مرستو استفاده وکړي. په عین حال کې د پاکستان له نظره، د افغانستان طالبان هم د ټي ټي پي دفعالیتونو په دوام او دپاکستان د ګټو په ضد دوي دحملو په سختیدا اوزیاتیدا کې د تحریک طالبان پاکستان ترهه ګرو وګړو ته په پناه ورکولو سره ګرَم دي. دافغانستان پر طالبانو د عربستان د پام وړ نفوذ ته په پام سره جنرال عاصم هیله مند دی،له افغانستانه د ټي ټي پي د وګړو د ویستلو لپاره د افغانستان دطالبانو پر ځينو بهیرونو دعربستان له نفوذه استفاده وکړي. د سیاسی مسئلو یو بل کارپوه اوشناندی امین فرجاد هم په دې باب وائي،پاکستان له عربستان او متحده عربی اماراتو سره یو ځاي د طالبانو اصلي ملاتړي دي او هماغه شان دغه ډله ددغه هیواد په ملاتړونو سره د فعالیتونو ددوام امکان لري. په عین حال کې که څه هم پاکستان هڅه کوي دافغانستان طالبانو ډلې ته د حقانی ترهه ګرې ډلې په ننبسّلو سره په طالبانوډلې کې خپل موقعیّت پیاوړی کړي چې د طالبانو په لوړه سویه داختلافاتو د رابرسیره کیدا سبب هم شوي دي. په عین حال کې په افغانستان کې د پاکستان دکړچار مخالفو بهیرونو فعلایتونه هم داسې ښکاري ، په افغانستان کې د طالبانو له کړچاره د پآکستان د خپکان دزیاتیدا لپاره هڅه کوي . په هر حال دپاکستان د پوځي له نظره، عربستان د ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې په ضد د پاکستان له حکومت او پوځ سره دملګرتیا لپاره دافغانستان د طالبانو په قانع کولو کې رول لوبولی شي. په عین حال کې له پاکستان سره دعربستان د مالی مرستو دوام دمسلم لیک ن څانګې لپاره چې له دغه هیواد سره له ښو دودیزو اړیکو برخمن دی ،مهمې ګڼل کیږي،ځکه دغه ګوندد پيپلز ګوند په ملګرتیا او ملتیا سره دپاکستان د وخت وزیراعظم عمران خان په څنګةکولو سره په پاکستان کې واک ترلاسه کړی دی چې په اقتصادي برخې کې ئې نه یوازې دمشکلاتو دحل لپاره په ورکړل شوو ژمنو عمل ونه کړائ شو،بلکې داسې بریښي پاکستان د دیوالیه کیدا تر درشله رسیدلی دی چې د ژغورنې لپاره ئې د عربستان مالی مرستو ته اړمن دي