د اسرائیلو خلاف د پاکستان د دریځونو پياوړتیا ضروري ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125894-د_اسرائیلو_خلاف_د_پاکستان_د_دریځونو_پياوړتیا_ضروري_ده
د پاکستان پخوانۍ وزیرې د اسرائیلو خلاف د اسلام آباد د دریځونو په پیاوړتیا ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2023 01:08 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو خلاف د پاکستان د دریځونو پياوړتیا ضروري ده

د پاکستان پخوانۍ وزیرې د اسرائیلو خلاف د اسلام آباد د دریځونو په پیاوړتیا ټینګار وکړ

پاکستاني سیاستوالې له اسلام آباده وغوښتل چې د صهیونیسټي رژیم خلاف لا پياوړي دریځونه غوره کړي

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د بشري حقوقو پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري مسجدالاقصی ته د صهیونیسټي رژیم د کابینې د تندلاري وزیر د تګ د راپارونکي اقدام په غندلو سره د اسلام آباد له حکومته وغوښتل چې د نیواکګر رژیم خلاف لا مضبوط دریځ غوره کړي.

شیرین مزاري د صهیونیسټي رژیم د سپکونکو تحرکاتو په وړاندې د ځینو هیوادونو په چپتیا باندې نیوکه وکړه او د فلسطین له نیواکګرو سره د جوړجاړي د دسیسې او په رسمیت د صهیونیسټي رژیم د پيژندلو په هکله یې خبرداری ورکړ.