Jan 08, 2023 12:09 Asia/Kabul
  •  د سیل ځپلو د اړتیاؤ پوره کیدا مالی سرچینوته ضرورت لري

د پاکستان لومړي وزیر  ووئیل، دغه هیواد د سیل ځپلو داړتیاؤ دتامینولو لپاره  کابو دیرش میلیارډ ډالري بودجې ته ضرورت لری.

د هغه ستر سیلاب او ورښتونو په دلیل چې تیر کال په اوړي کې د پاکستان په مختلفو سیمو کې رامینځة شوي،څه دپاسه درې دیرش میلیون خلکو ته تاوانونه اوښتي دي.

ایرناخبری  اژانس راپور ورکړی، د پاکستان لومړي وزیرشهباز شریف بیګاد مرستندویه هیوادونو او اورګانونود  کنفرانس د ترسره کیدا په درشل کې  د سیل ځپلو د اړتیاؤ دپوره کولولپاره له پاکستان سره دنړیوالو لازیات ملاتړ  غوښته کړې او وئيلي دي ،پاکستان ددغو سیل ځپلو  د اوږدمهاله او لنډمهاله اړتیاؤ دپوره کولو لپاره کابو دیرش میلیارډ ډالري بودجې ته اړتیا لري. دغه سیل کابو  دوه زره کسان قرباني کړي او دغه راز ئې په زرګونو کسان ټپیان او په میلیونونو ئې بې کوره هم کړي دی.

د شهباز شریف څرګندونې په داسې حال کې بیان شوي چې  هغه د نړقوال کنفرانس په درشل کې  چې د پاکستان او  ملګروملتو په ګډ کوربتوب سره سبا په جینوا کې ترسره کیږي، د نړیوالې ټولنې په ملاتړ پسې دی.

د پاکستان لومړي وزیر په ګارډين انګریزي ژبې ورځپانې  په یوې مقالې کې لیکلي دي،له سیلاب وروسته د بیارغونې جامعه لارې نقشه چې ټاکل شوې ده په دغه کنفرانس کې وړاندې شي ،د نړیوال بانک،ملګروملتو او د آسیائي پراختیائي بانک او اروپائي اتحادئې  په مرستې سره  برابره  شوې ده.

 

ټیګونه