د پاکستان جماعت اسلامي د انفلاسیون په زیاتیدا نیوکه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د انقلاسیون په هکله د حکومتي چارواکو په بې تفاوتۍ باندې اعتراض کښې د عمومي احتجاج د ترسره کیدا خبر ورکړ.
هغه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د جماعت اسلامي ګوند ملاتړو ته حکم ورکړ چې په ټول پاکستان کښې مظاهرې وکړې او زیاته یې کړه د پاکستان بې تفاوته حکومتي چارواکي ماتي منلو او له اسراف او زیات غوښتنو څخه پرهیز کولو ته تیار نه دي.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق په دې خبرې سره چې حکومتي چارواکي د خلکو په فکر کښې نه دي وویل د هیواد په ټولو ښارونو کښې د اوړو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو ستر ستر صفونه جوړ شوي دي او خلک حق لري چې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره پاڅون وکړي.
هغه وویل مونږ باید د ازمویل شویو سیاسي ګوندونو له شر څخه خلاص شو.
د پاکستان د پورونو د اندازې زیاتیدا ته په پام سره په هیواد کښې اقتصادي کارپيژاندي د هیواد د اقتصادي دیوالیه کیدا خطر له بل هر وخت څخه زیات جدي ګڼي او د حکومت مخالفو ډلو هم د هغه په هکله په ځلونو خبرداری ورکړی دی.
له دې سره سره د پاکستان د مالیې وزیر د دیوالیه کیدا هر ډول خطر رد کړی دی.
په پاکستان کښې اوس خلک د بریښنا، ګازو او د اوړو له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي او په ساعتونو ساعتونو بریښنا غوڅه وي او خلک د اوړو د ترلاسه کولو لپاره ساعتونه ساعتونه په صفونو کښې ولاړ وي.