د پاکستان جماعت اسلامي د انفلاسیون په زیاتیدا نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125946-د_پاکستان_جماعت_اسلامي_د_انفلاسیون_په_زیاتیدا_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د انقلاسیون په هکله د حکومتي چارواکو په بې تفاوتۍ باندې اعتراض کښې د عمومي احتجاج د ترسره کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 09, 2023 04:26 Asia/Kabul
  • د پاکستان جماعت اسلامي د انفلاسیون په زیاتیدا نیوکه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د انقلاسیون په هکله د حکومتي چارواکو په بې تفاوتۍ باندې اعتراض کښې د عمومي احتجاج د ترسره کیدا خبر ورکړ.

هغه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د  جماعت اسلامي ګوند ملاتړو ته حکم ورکړ چې په ټول  پاکستان کښې مظاهرې وکړې او زیاته یې کړه د پاکستان بې تفاوته حکومتي چارواکي ماتي منلو او له اسراف او زیات غوښتنو  څخه پرهیز کولو ته تیار نه دي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق په دې خبرې سره چې حکومتي چارواکي د خلکو په فکر کښې نه دي وویل د هیواد په ټولو ښارونو کښې د اوړو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو ستر ستر صفونه جوړ شوي دي او خلک حق لري چې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره پاڅون وکړي.

هغه وویل مونږ باید د ازمویل شویو سیاسي ګوندونو له شر څخه خلاص شو.

د پاکستان د پورونو د اندازې زیاتیدا ته په پام سره په هیواد کښې اقتصادي کارپيژاندي د هیواد د اقتصادي دیوالیه کیدا خطر له بل هر وخت څخه زیات جدي ګڼي او د حکومت مخالفو ډلو هم د هغه په هکله په ځلونو خبرداری ورکړی دی.

له دې سره سره د پاکستان د مالیې وزیر د دیوالیه کیدا هر ډول خطر رد کړی دی.

په پاکستان کښې اوس  خلک د بریښنا، ګازو او د اوړو له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي او په  ساعتونو ساعتونو بریښنا غوڅه وي او خلک د اوړو د ترلاسه کولو لپاره ساعتونه ساعتونه په صفونو کښې ولاړ وي.