د پاکستان د ترټولو سترې صوبې پارلیمان مات شو
د پاکستان د حکومت مخالف اړخ د پنجاب صوبې د واکمن ګوند په توګه د انتخاباتو د زرترزره ترسره کولو لپاره په حکومت باندې د دباؤ اچولو په موخه د پنجاب صوبايي پارلیمان منحل کړ.
د پاکستان د حکومت مخالف اړخ د پنجاب صوبې د واکمن ګوند په توګه د انتخاباتو د زرترزره ترسره کولو لپاره په حکومت باندې د دباؤ اچولو په موخه د پنجاب صوبايي پارلیمان منحل کړ.
د پاکستاني رسنیو له قوله د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان د څنګته کړې شوي وزیراعظم او د تحریکِ انصاف ګوند د مشر عمران خان په مشرۍ د اپوزیشن دغه اقدام چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ تشکیلوي، له وخته مخکښې د انتخاباتو کولو ته د فیډرل حکومت د مجبورولو لپاره د دباؤ په موخه ترسره شوی دی.
د پاکستان تحریکِ انصاف جګ پوړي مسئول فواد چودري وویل: د پنجاب د پارلیمان له منحل کیدو وروسته به په راتلونکو دوو ورځو کښې د خیبر پښتونخوا اسمبلي هم ماته شي او د هیواد ۶۰ فیصده برخه به مینځ مهاله انتخاباتو ته مجبوره شي چې البته دا د مرکزي حکومت لپاره یوه ستره ننګونه ده او حکومت به د ملي پارلیمان (قومي اسمبلۍ) له ماتولو او له وخته مخکښې د عمومي انتخاباتو له ترسره کولو پرته بله لاره ونه لري.