Jan 15, 2023 06:05 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د اوړو بحران لازیات شوی

د پاکستان ډیر خلک د اوړو او ډوډیو د کمي له کړکیچه سر ټکوي

په تیر اوړي کښې سخت سیلاب د پاسکتان د غنمو د کر پراخې سیمې لاندې کړې وې چې له امله یې په پوره اندازه غنم نه دي شوې.

په هم دې وجه د پاکستان د زیاترو سیمو خلک د اوړو د کمي له ستونزې سره مخامخ دي او هر سهار وختي د نانوایانو تنورونو ته د ولاړو خلکو اوږده صفونه لیدل کیږي.

له اسلام آباده زمونږ خبریال وايي چې د غنمو او اوړو کړکیچ د ډوډۍ په برابرولو باندې نیغ په نیغه اغیزه کړې ده او په سترو ښارونو کښې د ډوډۍ په قیمت کښې څه باندې شل فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په داسې حالاتو کښې د پاکستان مرکزي حکومت، صوبايي حکومته د نامناسب ویش په وجه د دې حالاتو ذمه وار ګڼي. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پّ دې هکله وویل: مونږ په پوره اندازه غنم اخیستې دي خو دا کوم کړکیچ چې وینو، په خپلو ګودامونو کښې د غنمو په ذخیره کولو کښې د ځايي حکومتونو د اقدام په وجه دی.

پاکستان چې تل د نړۍ په سویه د غنمو په لسو سترو تولیدوونکو هیوادونو کښې شامل و، د سیلاب په وجه د تولید د کمي له امله سږ کال له روسیې او یوکرین څخه د غنمو واردولو ته مجبور شوی دی.

 

ټیګونه