د پاکستان  دفاع وزیر: د ترهګرۍ تخمونه موږ په خپله کرلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i127230-د_پاکستان_دفاع_وزیر_د_ترهګرۍ_تخمونه_موږ_په_خپله_کرلي
د پاکستان دفاع وزیر د  دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي چې د پیل شوې ترهګرۍ تخم پخپله پاکستان کرلی او ورسره په جګړه کې هم تنها پاتی دی.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Feb 01, 2023 11:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان  دفاع وزیر: د ترهګرۍ تخمونه موږ په خپله کرلي

د پاکستان دفاع وزیر د  دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي چې د پیل شوې ترهګرۍ تخم پخپله پاکستان کرلی او ورسره په جګړه کې هم تنها پاتی دی.

د پاکستان دفاع وزیر د  دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي چې د پیل شوې ترهګرۍ تخم پخپله پاکستان کرلی او ورسره په جګړه کې هم تنها پاتی دی.

نوموړي چې نن یې د پاکستان پارلمان ته وینا کوله، زیاته کړې چې نړۍ پاکستان د ترهګرۍ سره په مبارزه کې تنها پرېښودلی، خو اعتراف یې کړی چې د ترهګرۍ تخمونه موږ خپله کرلي.

نوموړي وویل: « موږ په خپله د ترهګرۍ تخم کرلی، هغه مهال چې روسیې پر افغانستان یرغل وکړ او امریکا ته مو خپل خدمتونه په کرایه ورکړل

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په پېښو کې د پولیسو مرکز ته څېرمه جومات کې ځآنمرګي برید ۳ سوه تنو ته مرګ ژوبله واړوله.