د پاکستان دفاع وزیر: د ترهګرۍ تخمونه موږ په خپله کرلي
د پاکستان دفاع وزیر د دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي چې د پیل شوې ترهګرۍ تخم پخپله پاکستان کرلی او ورسره په جګړه کې هم تنها پاتی دی.
د پاکستان دفاع وزیر د دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي چې د پیل شوې ترهګرۍ تخم پخپله پاکستان کرلی او ورسره په جګړه کې هم تنها پاتی دی.
نوموړي چې نن یې د پاکستان پارلمان ته وینا کوله، زیاته کړې چې نړۍ پاکستان د ترهګرۍ سره په مبارزه کې تنها پرېښودلی، خو اعتراف یې کړی چې د ترهګرۍ تخمونه موږ خپله کرلي.
نوموړي وویل: « موږ په خپله د ترهګرۍ تخم کرلی، هغه مهال چې روسیې پر افغانستان یرغل وکړ او امریکا ته مو خپل خدمتونه په کرایه ورکړل.»
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په پېښو کې د پولیسو مرکز ته څېرمه جومات کې ځآنمرګي برید ۳ سوه تنو ته مرګ ژوبله واړوله.