په کراچۍ کې د القاعدې درې غړی ووژل شول
May 30, 2016 01:29 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو د کراچۍ په جنوب لویدیځ کې د القاعدې د دریو غړو د وژل کیدو خبر ورکړ.
له کراچۍ د فرانس پریس خبری اژانس د راپور له مخې د پاکستان د پولیسو یو مقام راو محمد انور وویل د القاعدې درې وسله وال کسان په ګلشن بونر سیمه کې د هغوی په پټنځای د پولیسو په حمله کې ووژل شول .
راو انور وویل کله چې پولیس دغه سیمې ته ورسیدل ترهه ګرو پرې ډزې پیل کړې چې په متقابلو ډزو کې دغه درې وسله وال کسان ووژل شول.
هغه زیاته کړه دغه کسان په پاکستان کې د القاعدې مسلح کسان وو او پولیسو دهغوی وسلې او چاودیدونکو مواد په خپله ولکه کې واخستل .
کراچۍ د پاکستان اقتصادی مرکز دی او کابو شل میلیونه نفوس لری له ډیرو کلونو راهسې په دغه ښار کې مذهبی سیاسی او قومی شخړې روانې دی.