په سیمه کښې د پاکستان د ګوښه کېدو علت
د پاکستان د ستر هېواد چې یوازېنے اېټمی وسله لرونکې اسلامی هېواد دے له تشکیلېدو څخه نهۀ شپېتۀ کلونه تېریږی او د خپل عمرپه دوران کښې بې له څو مرحلو څخه یې هیڅ وخت سیاسی، امنیتی او اقتصادی ثبات نه دے لرلے او تل له کړکېچونو سره مخامخ ؤ او دے
له ټولو وروستیو کړکېچونو څخه د پاناما د سندونو کړکېچ ته اشاره کولې شوو چې هم سیاسی او هم اقتصادی کړکېچ دے چې د نواز شریف واکمن خاندان په شمول تقریباً پینځۀ سوه سرمایه داران، کارخانه داران، سوداګران او سیاستدانان پکې په پاناما کښې د شرکتونو او کارخانو په جوړولو تورن دی چې دغه شمېر پاکستانیانو په خپلو ډېر لویو سرمایو سره په دغو شرکتونو کښې پانګونې کړی دی دې لپاره چې ټېکسونه او مالیې ادا نه کړی چې مخالفو ګوندونو په دې اړه د تحقیقاتو او ځینو هم د وزیراعظم نواز شریف د استعفا غوښتنه کړې وه؟ دغه بحران په دومره اندازه پراخه او جدی دے چې که صحیح تحقیقات وشی نو کېدې شی چې هیڅ یو واکمن او حتی د اپوزېشن کسان نور نو د مهمو حکومتی پوسټونو د حاصلولو صلاحیت ونه لری. د دغه کړکېج لمبې له غلې شوې نه وې چې د تېرې هفتې د خالی په ورځ یعنې د غبرګولی د روانې میاشتې په وړومبۍ نېټه د طالب ډلې د سرغنه ملا اختر منصور د وژل کېدو په ډرامې سره یو بل بحران شروع شو.
د سیمې حالت داسې دے چې د پاکستان سیاسی حکومت ډېر زیات مشکلات لری او د ملا اختر منصور د وژل کېدو ډرامه یوه وړه قضیه نه ده. د پاکستان اصلی فېصله کوونکی تل په خپلې ناپوهۍ او نااهلۍ سره تل د خپل هېواد لپاره د مشکلاتو د رامنځته کولو سبب کیږی. د ملا اختر منصور په وژل کېدو سره که د پاکستان زمکنۍ بشپړتیا او خپلواکی تر پښو لاندې شوې ده او د پاکستان حکومت چغې وهی چې امریکه یې د هېواد له سرو کرښو تېره شوې ده نو دا څه وړومبے ځل نه دے بلکه په تېرو لسو کلونو کښې د امریکې لخوا په لسګونو ځل د پاکستان د هوائی حریم خلاف ورزۍ شوې دی او د ترهه ګرو په ځاے اکثر عامه خلق نښه کړې شوې دی چې د پاکستان په رسنیو کښې باوری رپوټونه خپارۀ شوی دی چې پاکستانی چارواکی له امریکې سره غږملی وو او دی او چغې، سورې او نیونکې یې هم د خلقو د تسلۍ او مطمئن کولو لپاره رامنځته کیږی او د کارپېژاندو د وېنا له مخې اوس په سیمه کښې نوې صف بندۍ جوړیږی.
د باراک اوباما څرګندونې خپله یوه خاصه معنا لری چې ویلی دی اجازه به ورنکړوو چې پاکستان د ترهه ګرو په جنت بدل شی.د اوباما له څرګندونو په بشپړه توګه دا خبره معلومه ده چې ویلی یې دی چې امریکائی ځواکونه کولې شی په پاکستان کښې دننه مداخلت وکړی او د پاکستان په خاوره کښې چې له بده مرغه خپله پکې استخباراتی ادارې په تېره بیا آئی اېس ائی اداره شریکې دی د امریکې یوه سټراټیجی برخه ګڼلې کیږی. پاکستانی چارواکی یا د دغه هېواد اصلی فېصله کوونکی چې د فوځ رول پکې له نورو زیات جوت دے د نهۀ شپېتو کلونو په دوران کښې د دې په ځاے چې له ګاونډیانوسره ښۀ تعلقات ولری تل په سیمه کښې د لویدیځ په تېره بیا د امریکې د سیاستونو مجریان وو او دی او د سېټواو سېنټو له معاهدو نه راواخلې له شوروی سره د افغانستان تر جنګه پورې پاکستان تل د لویدیځ په تېره بیا د امریکې د پېشمرګه په توګه کردار ادا کړے دے چې په دې سره سیمه له خطرناکو پېښو سره مخامخه شوې ده.
په افغانستان کښې له پخوانی شوروی سره له جنګه وروسته وو چې په ظاهره له شوروی سره د افغانانو جنګ ښکارېدۀ، البته افغانانو هم د شوروی له قبضې څخه د خپل هېواد د ازادۍ لپاره څه بله چاره نه لرله بې له دې چې وجنګیږی، خو دغه جنګ په حقیقت کښې امریکې په افغانانو تپلے ؤ.
د ولسمشرکارټر په وخت کښې د امریکې د هغه وخت امنیتی سلاکار برژېنسکی په دې خبره اعتراف کړے دے چې په حقیقت د امریکې سی آئی اے استخباراتی ادارې شوروی د افغانستان نیولو ته وهڅوۀ، چې د افغانانو په ذریعې سره له شوروی نه د وېتنام بدله واخلی او په دغه جنګ کښې چې په اتیایمه لسیزه کښې رامنځته شو او د شوروی په ماتې تمام شو د پاکستان فوځ اصلی رول په غاړه لرۀ او له دغه جنګه وروسته وو چې په سیمه کښې د القاعدې،طالب او داعش وغېره په نومونو عجیبه عجیبه ډلې راڅرګندې شوې. د دغو ډلو کسان له شوروی سره په جنګ کښې مجاهدین وو او د شوروی له ماتې وروسته په ترهه ګرو بدل شول چې د دوه زره وړومبی کال د ستمبر د یولسمې مرموزه پېښه د القاعدې په شان د همدغو ډلو په مرستې سره رامنځته شوه چې په سیمه او افغانستان باندې د لویدیځ د لښکر کشۍ لپاره زمینه برابره شی. په دغه لښکر کشۍ کښې هم چې ل ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه وشوه پاکستان د لویدیځ په وړومبۍ کرښه کښې شتون لرۀ او اصلی مقصد یې له ترهه ګرۍ سره مبارزه نه وه ځکه چې که مقصد یې دغه وې نو په سیمه کښې به په تېرو پینځلسو کلونو کښې ترهه ګرۍ پراختیا نه وه موندلې او لمن به یې اروپا او د افریقې شمال ته نه رسېده.
لنډه دا چې پاکستان تر اوسه د امریکې د سپېرو هدفونو په پوره کولو کښې له دغه هېواد سره له هیڅ مرستې ډډه نه ده کړې. په تېرو پینځلسو کلونو کښې پاکستان له شلو میلیارډ ډالرو زیاته مرسته نه ده ترلاسه کړې، په داسې حال کښې چې د پاکستان د رسمی شمېرنو له مخې دغه هېواد په دغه موده کښې له سلومیارډ ډالرو زیات ضرر کړے دے او همدارنګ د تقریباً پینځو زرو فوځی او امنیتی ځواکونو په شمول له اویا زرو نه زیات عامه خلق په دغه جنګ کښې وژل شوی دی او روحی او نفسیاتی اثرات یو جدا بحث دے چې کلونه کلونه به د دغه هېواد په خلقو باقی پاتې وی.
دا ویلې شوو چې پاکستان په سیمه په تېره بیا په افغانستان کښې د دغو تپل شویو او نیابتی جنګونو تر ټولو لوے بائېلونکے دے. په پاکستان کښې د امریکائی ځواکونو د مداخلت د امکان په اړه د امریکې ګواښ ته په پام سره داسې ښکاری چې د پاکستان اېټمی تاسیسات هم د امریکې په سترګو کښې لکه د ازغی غړیږی.
------------