یو پاکستانی چارواکی وویل: طالب ډله نور په پاکستان اعتماد نه لری
د پاکستان د سولې د مطالعاتو د ادارې مشر وویل، د ملا اختر منصور له وژل کېدو وروسته طالب ډله نور په پاکستان اعتماد نه لری او د سولې خبرې اترې له خنډ سره مخامخې شوې دی.
محمد عامر رانا په اسلام آباد کښې له فارس خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل، امریکې د پاکستان په خاوره کښې د طالب ډلې په سرغنه باندې په حملې سره کوشش وکړ چې په یو غشی څو ښکارونه وکړی.
عامر رانا تاکید وکړ چې د پاکستان او امریکې تعلقات هیڅ وخت تر دومره حده نه وو خراب شوی چې ملګرتیا او دوستی په دښمنۍ بدله شی، البته ځینې پېښې او مشکلات کولې شی په موقته توګه د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې ژور درزونه رامنځته کړی. هغۀ وویل دا وړومبې ځل ؤ چې امریکې په بلوچستان صوبه کښې ډرون حمله وکړه حال دا چې امریکې ژمنه کړې وه چې خپلې ډرون حملې به تر قبائیلی سیمو پورې محدودې ساتی. خو دغې حملې وښودله چې امریکه د هیڅ موافقې او ژمنې پابنده نه ده او د نورو هېوادونو زمکنۍ بشپړتیا، خپلواکی اوجغرافیائی حدود د امریکې لپاره هیڅ اهمیت نه لری. هغۀ وویل ملا اختر منصور د سولې خلاف نه ؤ او د مری په غونډه کښې یې ګډون کړے ؤ.