په پاکستان کې یوه جنایتکاره ډله له منځه وړل شوې
د پاکستان د ترهگرۍ ضد ادارې په پېښور کې د وسله والو په حیث د یوې مجرمې ډلې د له منځه وړلو خبر ورکړ.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (CTD) د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د ملیشو په نوم د یوې جنایتکارې شبکې د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړ او اعلان یې وکړ: دغه کسان له ځینو سوداګرو او سیاستوالو څخه د پیسو په اخیستلو تورن دی.
په دې عملیاتو کې د پېښور ښار په «پشتاخارې» سیمه کې د یوه افغان په ګډون ۳ تنه نیول شوي دي.
د غیر رسمي راپورونو له مخې، تېر کال هم دغه ډلې د پاکستان له یوه پخواني وزیر څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.
پاکستاني امنیتي چارواکو په دې وروستیو کې د TTP د قوماندانانو او جنګیالیو په اړه خبرې کړې وې چې په افغانستان کې یې پناه اخیستې او د هغوی له خوا په پاکستان کې تخریبي بریدونه پلان او ترسره کېږي.