د پاکستان په پنجاب صوبه کې ۶ ترهه ګر وژل شوی دی
Jun 01, 2016 07:39 Asia/Kabul
د پاکستان د راډیو د راپور له مخې د دغه هیواد امنیتی چارواکی وایی چی د پنجاب صوبې په لیه سیمه کې په ننیو عملیاتو کې د القاعدې ۶ ترهه ګر هلاک شوی او وسلې او مهمات هم د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی .
تیره اونۍ هم د پنجاب صوبې په مظفر ګړ سیمه کې د لشکر جهنګوی د ترهه ګرې ډلې ۶ غړی هلاک شوی وو .
په پاکستان کې سعودی عربستان ، قطر ، امارات او ځینې نور عرب هیوادونه له هغو مذهبی مدرسو سره مالی مرستې کوی چی ترهه ګر روزی