پاکستان پر الاقصی جومات باندې د صهیونیستي یرغلګرو برید غندلی
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د روژې د مبارکې میاشتې په درېیمه نېټه پر الاقصی جومات د صهیونیستي رژیم برید، پر عبادت کوونکو ظلم او د مسلمانانو سپېڅلي ځای ته د نیواکګرو بې عزتي په کلکه وغندله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له بده مرغه پر مسجد الاقصی باندې د برید او د فلسطینیانو د ځپلو په لړ کې د اسرائیلي پوځیانو وحشیانه او ناوړه عمل په تېره بیا د روژې په مبارکه میاشت کې یو عادي عمل ګرځېدلی دی.
په دغه بیانیه کې د صهیونیستیانو وروستی ګام د فلسطین د خلکو د مذهبي آزادۍ له اساسي حق څخه سخته سرغړونه او د نړۍ د څه دپاسه یو نیم ملیارد مسلمانانو د مذهبي احساساتو سپکاوی بلل شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د بې دفاع فلسطینیانو په خلاف د اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو له خوا په پرلپسې ډول د تشدد کارول د ټولو بشردوستانه او د بشري حقوقو له اصولو او قوانینو څخه سرغړونه ده او دا ثابتوی چې اسرائیل هېڅکله د روژې د مبارکې میاشتې د قوانینو او حرمت ته ژمن نه دی.
دغه وزارت په روان کال کې د صهیونیستي رژیم لخوا د ورته ګامونو زیاتېدو ته په اشارې سره، د اسرائیلو د تیریو د پایته رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.