امریکا دې زمونږ په خاوره هوائی حملې بندې کړی
د پاکستان دوسله وال پوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف نن په اسلام اباد کې دپارلیمان له ګډې غونډې وروسته د دغې ودانۍ مخې ته خبریالانوسره په خبرو کې او په تیرې یوې اونۍ کې د دوهم ځل لپاره دخپل هیواد پر خاوره دامریکا دبې پیلوټه الو تکو د حملو ددرولو غوښتنه کړې ده .
ایرنا خبری آژانس ر اپور ورکړ جنرال راحیل شریف تیره اونۍ په اسلام اباد کې دامریکا دسفیر ډیویډهیل په احضارولو س ره دپاکستان په خاوره دامریکا دبې پیلوټه الوتکو په مرګونو حملو خپله او دخپل هیواد جدی اندیښنه هغه ته ورسوله او له هغه ئې وغوښتل چې دغه حملې ډیر خواشینونکی دی اوباید ودرول شی . جنرال ر احیل دامریکا سفیر ته ویلی وو چې دغه ډول اقدامات دپاکستان دملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا خلاف ورزی ده او دامریکا او پاکستان ترمینځ داړیکو لپاره تاوان لری او دسیمه ایز ثبات او سولې په بهیر کې هم یو ناکارنده اقدام حسابیږی .
دپاکستان دپوځ ستر قوماندان همداراز ویلی دی ، هغه لګښتونه ، هلې ځلې اوبریالیتوبونه چې پاکستان له ترهه ګرۍسره دمبارزې په لاره کې ترسره کړی، بې مخینې دی .
که څه هم دپاکستان په خاوره دامریکا دبې پیلوټه الوتکو هوائی حملې کومه نوی خبره نه ده او څه دپاسه له لسو کلونو راهسې دپاکستان په قبایلی سیمو اکثره دغه شان حملې کیږی چې په زر ګونو کسان پکې وژل شوی ، خو دالومړنی ځل دی چې دامریکا بې پیلوټه الوتوکې دبلوچستان صوبې په یوې سیمې حمله کوی چې په دغې حملې کې هم دا فغانستان دطالبانو مشر ملامنصور اختر سره د څو کسانو په ټکه وژل کیږی .