د پاکستان له زندانونو کابو ۱۸۰۰ افغانان خوشې شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130338-د_پاکستان_له_زندانونو_کابو_۱۸۰۰_افغانان_خوشې_شول
د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال تکل په وینا، د طالبانو په هڅو او د حکومت په لګښت ۱۸۹۳ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.
(last modified 2023-03-29T21:50:25+00:00 )
Mar 30, 2023 02:18 Asia/Kabul
  • د پاکستان له زندانونو کابو ۱۸۰۰ افغانان خوشې شول

د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال تکل په وینا، د طالبانو په هڅو او د حکومت په لګښت ۱۸۹۳ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان له زندانونو څخه تر ۱۸۰۰ زیات افغان بندیان خوشي شوي دي.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې ۱۹۰ تنه افغان بندیان له بنده خوشې شوي.

د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال تکل په وینا، د طالبانو په هڅو او د حکومت په لګښت ۱۸۹۳ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو مياشتو کې په پاکستان کې له افغاني اسنادو پرته د کډوالو نيول ډېر شوي وو.