دایران علمی پرمختګ داسلامی ملګرتیا موسسې لپاره پیاوړی ملاتړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i13039-دایران_علمی_پرمختګ_داسلامی_ملګرتیا_موسسې_لپاره_پیاوړی_ملاتړ_دی
دپآکستان دسائنس او ټیکنالوجۍ دجارو وزیر رانا تنویر حسین په اسلام اباد کې داسلامی ملګرتیاموسسې دعلمی او ټیکنالو جۍ دچارو دکمیټۍ (کامسټک) د دوه ورځنۍ پنځلسمې غونډې په څنډې کې دغه خبری آژانس سره په خبرو کې وویل ،ایران تل دپاکستان ،ترکیې پشمول داسلامی ملګرتیا موسسې له نورو هیوادونو سره یو ځای په بیلابیلوسائنسی او ټیکنالوجیکی ډګرونو کې ئې لوی پرمختګونه ترلاسه کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2016 14:41 Asia/Kabul
  • دایران علمی پرمختګ داسلامی ملګرتیا موسسې لپاره پیاوړی ملاتړ دی

دپآکستان دسائنس او ټیکنالوجۍ دجارو وزیر رانا تنویر حسین په اسلام اباد کې داسلامی ملګرتیاموسسې دعلمی او ټیکنالو جۍ دچارو دکمیټۍ (کامسټک) د دوه ورځنۍ پنځلسمې غونډې په څنډې کې دغه خبری آژانس سره په خبرو کې وویل ،ایران تل دپاکستان ،ترکیې پشمول داسلامی ملګرتیا موسسې له نورو هیوادونو سره یو ځای په بیلابیلوسائنسی او ټیکنالوجیکی ډګرونو کې ئې لوی پرمختګونه ترلاسه کړی دی .

ایرنا خبری آژانس ر اپورورکړ هغه ټینګار کړی داسلامی ملګرتیاموسسې هغه غړی هیوادونه چې توانیدلی دی ، دنورو غړو په نسبت دعلومو او ټیکنالوجۍ په زمینو کې خپلې وړتیاوې زیاتې کړی ، ددغې نړیوالې موسسې ددرستې ټولګې لپاره علمی ملاتړونه دی او خپلې عملی بریاوې او لاسته راوړنې داسلامی ملګرتیا موسسې د پرمختګ او دمقام دلوړتیا په موخې سره ددغې موسسې ټولو غړو هیوادنو ته ورکولی شی .. دپآکستان دسائنس او ټیکنالوجۍ دچارو وزیر ټینګار کړی ، همداراز داسلامی ملګرتیاموسسې هغه غړی هیوادونه چې دپیاوړو مالی سرچینو خاوندان د ی ، باید ددغې نړیوالې موسسې دعلمی پرمختګ او ودې او د دغې موسسې دکم پراختیائی هیوادنو په لور د لاپرمختللو هیوادونو څخه دعلم او ټیکنالوجۍ د منتقلولو او د اسلامی ملګرتیاموسسې دعلمی ودې آو پراختیا دلارې د هوارولو لپاره د خپلو مالی سرچینوله ځایه مرسته وکړی

دفارس خلیج دحوزې له شتمنو او تیلی زیرمه لرونکو هیوادونو څخه زیاتره داسلامی ملګرتیاموسسې غړی هیوادونه دی