د طالب ډلې پخوانی مشر په پاکستان کښې د اقامت مجوز لرۀ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i13147-د_طالب_ډلې_پخوانی_مشر_په_پاکستان_کښې_د_اقامت_مجوز_لرۀ
د پاکستان فیډرل تحقیقاتی ادارې اعلان وکړ، په پاکستان کښې د طالب ډلې د پخوانی مشر ملا اختر منصور لپاره د محمد ولی په نامه د ځای اقامت مجوز جاری شوے ؤ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2016 11:18 Asia/Kabul
  • د طالب ډلې پخوانی مشر په پاکستان کښې د اقامت مجوز لرۀ

د پاکستان فیډرل تحقیقاتی ادارې اعلان وکړ، په پاکستان کښې د طالب ډلې د پخوانی مشر ملا اختر منصور لپاره د محمد ولی په نامه د ځای اقامت مجوز جاری شوے ؤ.

د ولی محمد په مستعار نوم سره د ملی شناختی کارډ او پاسپورټ له جاری کېدو نه علاوه د هغۀ لپاره د ځای اقامت مجوز هم صادر شوے ؤ.

د آوا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان فیډرل تحقیقاتی ادارې په تېرو ورځو کښې د پاکستان د رجسټرېشن ادارې نادرا مرستیال غلام محمد بګټی د طالب ډلې د پخوانی سرغنه ملا اختر منصور لپاره چې د پاکستان د بلوچستان صوبې په نوشکی سیمه کښې د امریکې په ډرون حمله کښې ووژل شو د شناختی کارډ د جوړولو په تور نیولے دے.

غلام محمد بوګټی چې په دوه زره اوم کال کښې د پاکستان له نادرا ادارې څخه پېنشنی شوےؤ په دوه زره دویم میلادی کال کښې د ملا اختر منصور لپاره د شناختی کارډ په صادرولو کښې بنیادی رول لرۀ.

رپوټونه وائی چې دغه شناختی کارډ د پاکستان د پخوانی ولسمشر پروېز مشرف د واکمنۍ په دوران کښې جاری شوے ؤ او په دوه زره دولسم کال کښې بیا تمدید شو.