له امریکا څخه د پاکستان غوښتنه
د پاکستان د پوځ مشر، د دغه هیواد په خاورې باندی د امریکا د بی پیلوټه الوتکو د حملې د پایته رسیدو غوښتنه وکړه. جنرال راحیل شریف، د پارلمان له ګډې غونډې وروسته، د خبریالانو په ټول کی وویل: د پاکستان په خاورې باندی د آمریکا د بی پیلوټه الوتکو حملې، خواشینونکی دی، او باید بندې شی.
د آمریکا د بی پیلوټه الوتکو د حملو په وړاندی، د پاکستان د سیاسی او پوځی ټولنو اعتراض، پداسی حال کی زیاتوالئ موندلئ دئ، چی نږدی دوه اونۍ وړاندی، د امریکا بی پیلوټه الوتکو، په بلوچستان صوبه کی د افغانستان د طالبانو د مخکنی سرغنی، ملا اختر منصور په موټر باندی په حملې سره، هغه وواژه.
د پاکستان دولت هم، په اسلام آباد کی د امریکې د سفیر«ډیویډ هیل» په را غوښتلو سره، د پاکستان په خاورې باندی د امریکا د بی پیلوټه الوتکو له خونړیو حملو څخه د خپلې اندیښنې مراتب هغه ته ابلاغ کړل. د پاکستان د پوځ مشر، باوری دئ؛ چی دا ډول اقدامونه، د پاکستان د ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقضونکی،او د پاکستان او آمریکا ترمنځ اړیکو لپاره زیانمن دی، او د سیمې د سولې او ثبات د پروسیې په لاره کی، غیر جوړونکی اقدام ګنل کیږی.
په پاکستان باندی د امریکې د بی پیلوټه الوتکو حملې، یوه نوې موضوع نه ده، او له تیرو لسو کالو راهیسی، د پاکستان د شمال لویدیځ په قبایلې سیمو کی سرته رسیدلی دی؛ خو د لمړۍ ځلې لپاره ده چی د امریکا بی پیلوټه الوتکو، په بلوچستان صوبه کی په یوې سیمې باندی حمله کړې ده.
په پاکستان کی سیاسی ټولنې، د دغه هیواد په خاورې باندی د بی پیلوټه الوتکو د حملو په وړاندی، د دغه هیواد د سیاسی او پوځی ټولنو د عکس العمل، او د دغو حملو د بندیدو، او د یاد هیواد د ملی حاکمیت د نقضولو د ختمولو لپاره، له امریکی څخه د غوښتنې په هکله، شک لری. ځکه چی په پاکستان کی دا شائیعه او ګمان شته دئ، چی د پرویز مشرف د ؤلس مشرئ په وخت کی، د دغه هیواد او امریکا ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شوې ده، چی دغه هیواد له هوایی حملو څخه په استفادې سره، د پاکستان په خاوره کی پر ځینو هدفونو باندی حمله وکړی. له دې رویه په پاکستان کی، زیاتره شناندی باوری دی، چی امریکا د بی پیلوټه الوتکو د حملو په وړاندی د پاکستان د پوځی قوماندانانو او سیاسی مقامونو، اعتراضونه؛ یواځی د پاکستان په دننه کی د خلګو د راضی کولو لپاره دی، او په هیڅ ډول؛ دغه اعتراضونه جدی او اغیزمن نه دی.
د پاکستان د خلګو د عمومی افکارو په نزد د دغه هیواد د پوځ موقعیت او اعتبار ته په پام سره، د هغوی لپاره د منلو وړ نه ده؛ چی د آمریکا بی پیلوټه الوتکی په آزاده توګه، د پاکستان خاورې ته داخلی شی، او د بلوچستان په شمول، د دغه هیواد په مختلفو برخو کی، پر یو شمیر سیمو باندی حملې وکړی. له دې رویه؛ د پاکستان د پوځ قوماندانان، د دغه هیواد د دولت له مقامونو سره په غږمله توګه، په امریکا باندی په اعتراض کولو سره هڅه کوی، داسی وښیې چی د دغه هیواد د بی پیلوټه الوتکو له حملو څخه بی خبره دی، او امریکا د پاکستان خپلواکې او ملی حاکمیت نقضوی. له دې رویه په پاکستان کی د مختلفو ټولنو له خوا دا پوښتنه مطرح ده، چی پدی صورت کی؛ ولی د اسلام آباد دولت، نړیوالو ټولنو ته د امریکې له لاسه شکایت نه کوی؟