پاکستان له روسیې څخه تیل اخلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131772-پاکستان_له_روسیې_څخه_تیل_اخلي
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ پاکستان د لومړي ځل لپاره له روسیې اومه تیل واردوي.
(last modified 2023-04-24T04:38:40+00:00 )
Apr 24, 2023 09:02 Asia/Kabul
  • پاکستان له روسیې څخه تیل اخلي

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ پاکستان د لومړي ځل لپاره له روسیې اومه تیل واردوي.

د لویدیځو هیوادونو د تصور په اپوټه د روسیې پرضد بایکاټونه ونه توانیدل چې ماسکو منزوي کړي.

لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا د اوکراین د جنګ په پیلولو سره هڅه وکړه چې د روسیې پرضد خپل اقدامات زیات کړي خو ناکامه شوي دي.

روسیې په اروپايي هیوادونو باندې د تیلو او د ګازو  خرڅول بند کړي  او له دې سره په یووخت یې د خپلو انرژۍ د سرچینو لپاره نوي ګاهکان پیدا کړي دي.

د بیلګې په توګه پاکستان د لومړي ځل لپاره له روسیې څخه تیل اخلي.

په پاکستان کښې د انرژۍ له کړکیچ سره په یووخت د دغه هیواد د تیلو وزیر مصادیق مالک له روسیې څخه د تیلو د اخیستلو لپاره د اسلام اباد د فیصلې خبر ورکړ.

هغه وویل د نوي تړون پراساس اسلام اباد په تحفیف سره له روسیې څخه اومه تیل اخلي او هیله کیږي د لومړۍ معاملې له ستونزې پرته د ترسره کیدا په بڼه کښې په ورځ کښې یو لک بیرلو ته د تیلو واردیدل ورسیږي.

خبرو سرچینو وویل چې د روسیې د تیلو لومړی پیټی به د میې میاشتې په نیمايي کښې د پاکستان کراچۍ بندر ته ورسیږي.

د ویلو ده چې هندوستان د لویدیځو هیوادونو لخوا د روسیې له بایکاټ وروسته د  روسیې د تیلو په تر ټولو ستر اخیستونکي بدل شوی دی او چین هم له روسیې څه د تیلو اخیستل زیات کړي دي.