کرار او امن غواړی احتجاج دې دپاکستان دشعیانو کمزوری ونه ګڼل شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i13180-کرار_او_امن_غواړی_احتجاج_دې_دپاکستان_دشعیانو_کمزوری_ونه_ګڼل_شی
دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غو رځنګ یوه لوړپوړی پلاوی دپاکستان له کورنیو چارو وز یر چودری نثار علی خان سره دخبرواترو په لومړنۍ مرحلې کې پر چودری روښانه کړې ده چې پرامن او سوله غواړی احتجاج دې دپاکستان دشعیانو کمزوری ونه ګڼل شی مونږ غواړو په کرار احتجاج سره خپلې غوښتنې حکومتی چارواکو ته ورسوو او له قانونی لارې حرکت وکړو . چې د دغه لوړ پوړی پلاوی پر خبرو خبرو د کورنیو چارو وزیر چپتیا غوره کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2016 14:30 Asia/Kabul
  •  کرار  او امن غواړی احتجاج دې دپاکستان دشعیانو کمزوری ونه ګڼل شی

دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غو رځنګ یوه لوړپوړی پلاوی دپاکستان له کورنیو چارو وز یر چودری نثار علی خان سره دخبرواترو په لومړنۍ مرحلې کې پر چودری روښانه کړې ده چې پرامن او سوله غواړی احتجاج دې دپاکستان دشعیانو کمزوری ونه ګڼل شی مونږ غواړو په کرار احتجاج سره خپلې غوښتنې حکومتی چارواکو ته ورسوو او له قانونی لارې حرکت وکړو . چې د دغه لوړ پوړی پلاوی پر خبرو خبرو د کورنیو چارو وزیر چپتیا غوره کړه .

زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ راپورښئ ،دپاکستان د مرکزی حکومت او مجلس وحدت مسلیمن غورځنګ ترمینځ دخبرواترو لومړنۍ مرحله له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلې ده البته ژمنه ئې کړې چې په دغو غوښتنو غور کوی خو دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی او د دغه هیواد دمسلمانانو دوحدت سمبول علامه راجه ناصر عباس جعفری چې دخپل مظلوم ملت په ضد دروانو جنایتونو او ظلمونو په خلاف ئې له تیرو کابو درو اونیو راهسې دپاکستان دولسمشرۍ او صدراعظمۍ ماڼیو او دغه راز دپارلیمان په وړاندې لوږ تړ کړی ، په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ترڅو چې په عملی تو ګه دهغوی غوښتنې منل شوی نه وی له دغه ځایه به خپل لوږتړ ختم نه کړی او مونږ غواړو خپل مظلوم ملت سړکونو ته راونه بولوو که چیرې مجبوره شو زمونږ په کرار او پرامن احتجاج حکومتی واکوالان غور ونه کړی ،نو بیا به خپل ملت دخپلو حقوقو دترلاسه کولو لپاره سړکونو ته بوولو او بیا به ئې دستنولو امکان هم نه وی او ترڅو ئې چې خپلې حقه غوښتنې پر حکومتی لوری منلی نه وی په کرار ه به کې نه نی

داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان زیاتره مذهبی او سیاسی لورو او ګوندونو حتی ډیرو لږکیو هم دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ د عمومی منشی علامه راجه ناصر عباس په مشرۍ داهل تشیع د مذهبی مشرانو دلوږتړ بشپړ ملاتړ کړی او پر حکومت ئې روښآنه کړې ده چې باید دپاکستان دشعیانو حقه غوښتنې ومنی او دهغوی دژوند او مال دساتنې ضمانت دې ورکړی

داپه داسې حال کې د ی چې دخیبر پختونخواه صوبائی حکومت د دغه لوږتړ کونکو غوښتنې منلی او دهغوی پر اجرا کولو ئې غور پیل کړی دی .