Apr 27, 2023 04:05 Asia/Kabul
  • اسلام آباد او بیجینګ د سیمه ایزې سولې او ثبات لپاره غږمله دریځونه لري

 اسلام اباد او بیجینګ  دیوه بل سټراټژیک دوستان او پخواني  شریکان حسابیږي چې  په وروستیو لسیزو کې ئې  په اقتصادي، سیاسی ،امنیتي ، پوځي او سیمه ایزو تعاملاتو  په  حوزو کې  ئې د پام وړ ترحده دوه اړخیزې ملګرتیاوې درلودلي دي.

د  ایران او چین د پوځ  قوماندانانو  د دواړو هیوادونو ترمنیخ د امنیتی او پوځي  ملګرتیاؤ د پراختیا  لپاره د  متقابلو ژمنتیاؤ په اعلانولو سره ، په سیمې کې د سولې اوثبات د ساتلو غوښته و کړه.

 اسلام اباد او بیجینګ  دیوه بل سټراټژیک دوستان او پخواني  شریکان حسابیږي چې  په وروستیو لسیزو کې ئې  په اقتصادي، سیاسی ،امنیتي ، پوځي او سیمه ایزو تعاملاتو  په  حوزو کې  ئې د پام وړ ترحده دوه اړخیزې ملګرتیاوې درلودلي دي.

 د چین او پاکستان رهبران له  ورته  چیلنج سره یعني  د دوي د دوو اړخیزو اړیکو په بحث کې د امریکا  له کارړنګونو او له بیجینګ سره د اړیکو له پراختیا د ډډه کولو لپاره پر اسلام اباد دو اشنګټن  له نامحسوسو اویا څرګند دباؤنو  سره  مخ دي ، خو  له  دې سره سره پاکستان تل  له خپل  ګاونډي هیواد  چین سره   داړیکو پراختیا په ایجنډا کې درلودلې ده.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د پاکستان  دپوځ دعمومی اړیکو ادارې آئي ایس پي آر پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، بیجینګ ته د  پاکستان د پوځ دمشر قوماندان  جنرال عاصم منیر  په لومړني څلور ورځني سفر کې ، د چین او پاکستان   پوځي مشرانو په یوې کتنې کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ  د پراختیا  او د سیمه ایزو بدلونونو په باب  بحث او خبرې اترې وکړې.

ددغې اعلامیې په  اساس ،  دچین او پاکستان د پوځ دقوماندانانو په دغې کتنې کې  لورو   په پوځي او امنیتی   حوزو کې  ددوو اړخیزو  مناسباتو د پیاوړتیا لپاره  د یوه بل پر کلک هوډ او ارادې ټينګار وکړ او همداراز ئې  دسیمه ایزې سولې او ثبات د ساتلو غوښته وکړه .  

Image Caption

 

ټیګونه