پاکستان د خوراکي شیانو د قاچاق مخه نیسي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132122-پاکستان_د_خوراکي_شیانو_د_قاچاق_مخه_نیسي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په هیواد کښې د خوراکي شیانو د ناامنۍ د کمولو په هدف سره افغانستان ته د خوراکي شیانو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-04-30T11:55:11+00:00 )
Apr 30, 2023 15:12 Asia/Kabul
  • پاکستان د خوراکي شیانو د قاچاق مخه نیسي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په هیواد کښې د خوراکي شیانو د ناامنۍ د کمولو په هدف سره افغانستان ته د خوراکي شیانو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د پاکستان د لومړي وزیر دغه غوښتنه له دې وروسته شوي ده چې د پاکستان د مالیاتو د راغونډونکي ادارې اوړه، غنم، بوره او سره د هیواد ضروري او د اړتیا وړ شیان وبلل.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هیواد هوايي اژانس ته حکم ورکړی دی چې د یادو خوراکي موادو د غیر قانوني تجارت له کنټرولو سره د مرستې په هدف سره د پاکستان او د افغانستان ترمینځ د سرحدونو سپوږمکیز انځورونه وړاندې کړي.

د پاکستان د مالیاتو د راغونډونکي موسسې په یوې بیانیې کښې د خوراکي شیانو د قاچاق د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د خپل هیواد په دوه زره پینځه سوه کلومیټره سرحد کښې د ځینو سیمو په ګوته کولو سره وویل د ګمرک یعني د کسټم د قوانینو پراساس له پاکستان څخه د ضروري شیانو قاچاق کول د شیانو د ټولې  بیې برابر جرمانه او دوه کاله زنداني کیدل ځان پسې لري.

د دغه حکم له صادریدا وروسته په لسګونو ټرکونه چې اوړه او نورو خوراکي شیان پکښې بار وو د پاکستان په سرحدي سیمو کښې ونیول شول او ضبط شول.