دپاکستان د پارلیمان غړو له دغه هیواده دامریکادسفیر د ویستلو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i13249-دپاکستان_د_پارلیمان_غړو_له_دغه_هیواده_دامریکادسفیر_د_ویستلو_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د مشرانو جرګې ځینو غړ و په پرونۍ غونډې کې دپاکستان په و ړاندې دامریکا دسیاستونو باندې په سخت اعتراض سره له اسلام اباده داامریکا دسفیر دویستلو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2016 09:50 Asia/Kabul
  •  دپاکستان د پارلیمان غړو له دغه هیواده دامریکادسفیر د ویستلو غوښتنه وکړه

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د مشرانو جرګې ځینو غړ و په پرونۍ غونډې کې دپاکستان په و ړاندې دامریکا دسیاستونو باندې په سخت اعتراض سره له اسلام اباده داامریکا دسفیر دویستلو غوښتنه وکړه .

دجمعیت علمای اسلام ف څانګې یوه سناتور حافظ حمد ا.... ویلی دی ، چې اسلام اباد باید دپآکستان په خاوره د امریکا دبې پیلوټه الوتکو په حملو په اعتراض کې دامریکا سفیر وباسی

هغه ټینګار کړی دپآکستان پوځ دې دځپل هیواد په فضا د دغو تیریګرو بې پیلوټه الوتکو دنسکورولو اقدام وکړی .

څو ورځې مخکې هم ددغې مذهبی ډلې مشر مولانا فضل الرحمان هم د پاکستان په خاوره دامریکا دبې پیلوټه الوتکو دتوغندوی حملو پهدلیل له اسلام اباده دامریکا دسفیر دویستلو غوښتنه کړې وه . له دې سره په یو وخت دپاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه مرستیال او دولسی جرګې غړی شاه محمود قریشی هم ویلی چې داسلام اباد حکومت باید دپاکستان ضد اقداماتو په باند ې په اعتراض کې له دغه هیواده دامریکا سفیر وباسی

په همداوروستیو کې دبیلابیلو مسئلو په سر داسلام اباد او واشنګټن اړیکې تر ډیره ح ده ترینګلی شوی دی

خو په عین حال کې په خارجه چارو کې دپاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز پرون په مشرانو جرګې کې پخپلې وینا کې ویلی دی امریکا د هوائی حملو په دوام سره دپاکستان دحاکمیّت دحق خلاف ورزی کړې ده چې دا دانسان دوستۍ او سیاسی حقوقو او نړیوالو قوانینو او عرف په خلاف شمیرل کیږی او اسلام اباد دغه موضوع له واشنګټن سره په جدی توګه مطرح کړې ده . . هغه وویل پاکستان هوډ لری ، دغه موضوع دبشری حقوقو دنړیوالې شورا په غونډې کې چې ټاکل شوې ده دجون په وروستیو کې ترسره شی هم مطرح کړی .