دپاکستان حکمرانان دشعیانو په کلک هوډ او پیاوړو اعصابو ښه خبر دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i13264-دپاکستان_حکمرانان_دشعیانو_په_کلک_هوډ_او_پیاوړو_اعصابو_ښه_خبر_دی
دپاکستان واکوالان دې داهل تشیع سوله غواړی او کرار احتجاج کمزوری ونه ګڼی مونږ داصولو او قونینیو په اساس دخپلو حقه غوښتنو پوره کول غواړو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2016 11:30 Asia/Kabul
  • دپاکستان  حکمرانان دشعیانو په کلک هوډ او پیاوړو اعصابو ښه خبر دی

دپاکستان واکوالان دې داهل تشیع سوله غواړی او کرار احتجاج کمزوری ونه ګڼی مونږ داصولو او قونینیو په اساس دخپلو حقه غوښتنو پوره کول غواړو

زمونږ خبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومنی منشی علامه راجه ناصر عباس جعفری چې په اسلام اباد کې ئې دولسمشرۍ او صدراعظمۍ دماڼیو او دغه راز دولس داستاذوپارلیمان د ودانۍ په وړاندې د مظلوم ملت په ضد جنایتکارو دغیر انسانی اقداماتو ،لاقانونیّت ،ریاستی جبر او ترهه ګرۍ په خلاف دلوږ تړ دوه ویشتمه ورځ کیږی د درست هیواد له بیلابیلو سیمود خلکو د مختلفو پرګنو له پلاؤ سره په کتنې کې ویلی دی ، زمونږ ټوله غوښتنې اصولی اوآئینی دی ، په پاکستان کې اوسیدونکی ټول پاکستان دمذهب او دینی مسلک ته له پامه پرته له آزادۍ برخمن دی ،خو حکومت او بیورو کریسی دیوې مخصوصې ډلې دخوشالولو لپاره زمونږ دغه آئینی او اصولی حق باندې سترګې پټوی.

علامه راجه ناصر عباس جعفری پخپلو څرګندونو کې ویلی دی ، درست پاکستانیان له ټولو آئینی اواصولی آزادیو برخمن دی او دترهه ګرۍ اوترهه ګرو دځپلو لپاره جوړ شوی نیشنل ایکشن پلان دترهه ګرو په ضد نه بلکې دعامو ښاریزو په خلاف اعمالیږی ،په ګلګت او پاره چنار سیمو کې د اهل تشیع پر مځکو دیوه پلان په اساس په زوره قبضه کیږی او ریاستی ادارې دعامو خلکو ددباؤ لپاره له طاقته په کار ا خستو سره ملی وحدت ته تاوان رسوی چې ډیرې بدې پایلې به ولری . . هغه په عین حال کې روښآنه کړې دیوه سازش په اساس له خپل وطن څخه مینه لرونکو ترمینځ دنفرت دزیاتولو هڅه کیږی چې باید دغه ډول دسیسې ودرول شی .

دپاکستان دمجلس مسلمین غورځنګ عمومی منشی له هغه سره دخواخوږۍ لپاره ورغلو پلاؤ په ټول کې روښانه کړې ،مونږغواړو په سوله ایز ډو ل خپل احتجاج ته دوام ورکړو او حکومت دمونږ حقه غوښتنې ومنی ،خو حکومت دمونږ د غه نرمښت کمزوری ګڼی ،زه باید ووایم چې دپاکستان داهل تشیع دغه نرمښت دې کمزوزی ونه ګڼل شی که دمونږ په حقه غوښتنې ونه منل شی ،نو بیا به په ټول قدرت سره دخپلو حقه غوښتنو دپوره کولو لپاره درست ملت په ډګر کې وی او بیا به ئې کنټرولول دهیچا په اختیار کې هم نه وی