پاکستان د امنیت شورا د غړو له زیاتیدو سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i13276-پاکستان_د_امنیت_شورا_د_غړو_له_زیاتیدو_سره_مخالفت_وکړ
پاکستان د ملګرو ملتو د امنیت شورا ددایمی غړو له زیاتیدو سره مخالفت وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2016 15:34 Asia/Kabul
  • پاکستان د امنیت شورا د غړو له زیاتیدو سره مخالفت وکړ

پاکستان د ملګرو ملتو د امنیت شورا ددایمی غړو له زیاتیدو سره مخالفت وکړ .

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې په ملګرو ملتو کې د پاکستان دایمی استازې ملیحه لودی نن د دغه سازمان په یوه غونډه کې وویل :تر اوسه ددې پوښتنې لپاره چې د امنیت شورا د دایمی غړو دشمیر زیاتیدل د هغې اغیزشیندنه زیاتولی شی ، هیڅ منطقی ځواب نه دی وړاندې شوی.

ملیحه لودی په دې په تاکید سره چې پاکستان د امنیت شورا د غړو د شمیر د زیاتیدو په ځای په هغې کې اصلاح غواړی وویل چې دغړو د شمیر زیاتیدل به یې اپوټه نتیجه ورکړی.

دې وویل د نړۍ هیوادونه د امنیت شورا د لا زیات مسوولیت د منلو او د هغې د سیاستونو د لا زیات شفافیت غوښتونکی دی.