د پاکستان پولیسو په تورخم پوله کې شل افغان کډوال ونیول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132900-د_پاکستان_پولیسو_په_تورخم_پوله_کې_شل_افغان_کډوال_ونیول
ټاکل شوې د پاکستان په پيښور کې راتلونکې اونۍ د دغو افغانستانی مهاجرو محکمه جوړه شی.
(last modified 2023-05-15T02:49:43+00:00 )
May 15, 2023 07:16 Asia/Kabul
  •  د پاکستان پولیسو په تورخم پوله کې شل افغان کډوال ونیول

ټاکل شوې د پاکستان په پيښور کې راتلونکې اونۍ د دغو افغانستانی مهاجرو محکمه جوړه شی.

د فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د پاکستان امنیتی مامورانو په تیر شواروز کې  تر شلو زیات افغانان د تورخم په ښارګی کې نیولې دی.

 د پاکستان پولیسو په یوې اعلامیې  کې وئيلي دي ،دغه افغان مهاجر ئې  بېګا د تورخم په پاچا مېنه او ځینو نورو سیمو کې  د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

د تورخم د پولیسو یو مقام عظمت ولی شینواری په دې اړه ویلې: دغه ۲۲ مهاجر هغه کسان دی چې په غیر قانونی توګه پاکستان ته ورغلې او هلته استوګن وو.

ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د دغه افغانستانی مهاجرو محکمه جوړه شی.