پاکستان او روسیه د خپل مینځي تجارت د زیاتولو کوشش کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i133166-پاکستان_او_روسیه_د_خپل_مینځي_تجارت_د_زیاتولو_کوشش_کوي
اسلام آباد او ماسکو د تجارتي اړیکو د پراختیا په موخه د روسیې بازار ته د پاکستان د اسانې لاسرسۍ په شمول نوې ګمرکي موافقه لاسلیک کړه
(last modified 2023-05-20T22:46:02+00:00 )
May 21, 2023 03:12 Asia/Kabul
  • پاکستان او روسیه د خپل مینځي تجارت د زیاتولو کوشش کوي

اسلام آباد او ماسکو د تجارتي اړیکو د پراختیا په موخه د روسیې بازار ته د پاکستان د اسانې لاسرسۍ په شمول نوې ګمرکي موافقه لاسلیک کړه

د پاکستان د تجارت وزیر سید نوید قمر چې په (کازان فورَم ۲۰۲۳) یا روسیه او اسلامي نړۍ نوې څوارلسمې اقتصادي غونډې کښې د ګډون لپاره د روسیې د تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ته تلی دی، پرون یې د دغې غونډې په خوا کښې له خپل روسي همرتبه او هم داشن د تاتارستان له ولسمشر سره کتنه وکړه.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د روسیې د ګمرکي خدماتو له ادارې سره د ګمرګي ملګرتیا تړون لاسلیکول د دواو هیوادونو ترمینځ د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره د اړتیاوړ قانوني چوکاټ په رامینځته کولو کښې یو تاریخي ګام وباله.

د پاکستان رسمي سرچنو خبر ورکړی دی، دا وړومبې ځل دی چې پاکستان د روسیې او اسلامي نړۍ په مهمې اقتصادي غونډې کښې د وزیرانو په سویه ګډون کوي چې له ماسکو او د روسیې له تاتارستان جمهوریت سره اقتصادي تعاملاتو او هراړخیزه اړیکو ژورولو ته د اسلام آباد د ژمنوالي نښه ده.