هند او پاکستان د تاوتریخوالی د کمېدو په لاره کښې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i13411-هند_او_پاکستان_د_تاوتریخوالی_د_کمېدو_په_لاره_کښې
د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، د پټانکوټ په هوائی اډې باندې په حمله کښې د پاکستان د حکومت رول نه دے ثابت شوے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2016 09:46 Asia/Kabul
  • هند او پاکستان د تاوتریخوالی د کمېدو په لاره کښې

د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، د پټانکوټ په هوائی اډې باندې په حمله کښې د پاکستان د حکومت رول نه دے ثابت شوے.

وېکاس سواراپ وويل، د ترسره شويو تحقيقاتو له مخې په دغه حمله کښې د پاکستان د حکومت رول ثابت نه شو. له دې مخکې د هند د ملي تحقيقاتي ادارې مشر هم ويلي وو چې د پټانکوټ اډې په حمله کښې د پاکستان رول او يا په دغه حمله کښې له جېش محمد ډلې سره ملګرتيا ثابته شوې نه ده.

البته ځينو رسنيو د هند د ملي تحقيقاتي ادارې د مشر شاراد کومار له وېنا څخه دا مطلب اخېستے ؤ چې پاکستاني ښاريزو هم د پټانکوټ په هوائي اډې باندې په حمله کښې لاس نۀ لرۀ چې د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل چې د رسنيو لخوا  د کومار وېنا په صحيح توګه نه ده منتقله شوې.

په پټانکوټ اډې باندې د ترهه ګرۍ په حمله کښې چې په دې وروستيو مياشتو کښې د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې په يو نوي تاوتريخوالي بدله شوې وه د پاکستان د حکومت د رول د نه ثابتېدو په اړه د هند د حکومت رسمي دريځ د اسلام آباد او نوي ډيلي په تعلقاتو کښې د تاوتريخوالي د کمېدو لپاره يوه دريڅه کېدې شي.

په تېره جنورۍ کښې د پټانکوټ په هوائي اډې باندې د ترهه ګرۍ حمله د هند او پاکستان په تاوتريخجنو تعلقاتو کښې د يو نوي جنجال سبب شوه.

دغه پېښه د دې سبب شوه چې د سولې د دوه اړخيزو خبرو اترو د تعقيبولو لپاره د تېرې جنورۍ په پينځلسمه نېټه د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزارت قائمقامو کتنه د زوړند په حال کښې راشي. د هند حکومت د پټانکوټ په هوائي اډه باندې د ترهه ګرۍ له حملې وروسته  په پاکستان کښې جېش محمد ډله د دغې حملې ذمه واره وبلله او له دغه هېواده يې وغوښتل چې عاملان دې ونيسي. په دې اړه چې پاکستان په پټانکوټ هوائي اډې باندې د ترهه ګرۍ د حملې د دوسيې په تحقيقاتو کښې موثره ګام نه دے  اوچت کړے د هند د تور باوجود له دغې حملې نه څو هفتې وروسته په سياسي چارو کښې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز وويل، د ترسره شويو تحقيقاتو له مخې د هند د پنجاب صوبې د پټانکوټ په هوائي اډه باندې په حمله کښې جېش محمد ډلې لاس لرلے دے. حتی د پاکستان حکومت د ترهه ګرۍ د دغې حملې د دوسيي په تعقيبولو کښې د خپل جديت د ثابتولو لپاره د مېداني تحقيقاتو د ترسره کولو لپاره له هند څخه د اجازتليک په  اخېستو سره خپل لټون کوونکي ماموران دغې اډې ته ولېږل.

البته د پاکستان امنيتي ځواکونو د هند د حکومت د اطلاعاتو او د کورنيو تحقيقاتو په بنياد په دغه حمله کښې په لاس لرلو د جېش محمد يو شمېر مشکوک غړي هم ونيول.

په داسې حالاتو کښې چې د پټانکوټ په اډه باندې د ترهه ګرۍ له حملې څخه د تقريباً پينځو مياشتو په تېرېدو سره د هند حکومت د ترهه ګرۍ په دغه حمله کښې د پاکستان د حکومت په نه لاس لرلو اعتراف کړے دے دا اټکل کيږي چې د دواړو هېوادونو تعلقات به تاوتريخوالي د کمښت لوري ته  اودرومي.

داسې ښکاري چې د پټانکوټ په حمله کښې د پاکستان د نه رول په باره کښې ترلاسه شوي نتائج داسې يوه زمينه ثابتېدې چې هند او پاکستان په يو بل باندې د تورونو د لګولو سياست څنګته کيږدي او په حملو او دسيسو کښې د هر يو خوا د احتمالي رول په اړه دې لږ تر لږه د پوره تحقيقاتو له ترسره کېدو نه تر وروسته پړاو پورې صبر وکړي.

------------