د پاکستان رسندوي پلاوی تهران ته راغلی دی
د مطبوعاتي ملګرتیاؤ د زیاتولو په موخه د پاکستان یو رسندوي پلاوی تهران ته راغلی دی
د پاکستان د رسندوي پلاوي غړي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د مطبوعاتي ملګرتیاؤ د زیاتولو او د کلتوري او ولسي اړیکو د پیاوړې کولو په موخه د یوې اونۍ لپاره تهران ته راغلي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د انټرنیټ د برخې د مشهورو کسانو او د پاکستان د ټیلیویژني چینلونو په تکړه اینکرانو او خبریالانو باندې مشتمل ۶ کسیز پاکستاني پلاوي، د اسلام آباد د قومي پریس کلب د مشر انور رضا په مشرۍ ایران ته راغلی دی.
دا سفر په اسلام آباد کښې د ایران د سفارت د کلتوري مرکز په اهتمام او په ایران کښې د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د سازمان په کوربه توب، د دواړو ملګرو او وروڼو هیوادونو ترمینځ د رسندوي او کلتوري تعاملاتو د پیاوړتیا او د ایران له تاریخي او میراثي وړتیاؤ سره د بلدتیا په موخه شوی دی.
ټاکل شوې چې د پاکستان د رسندوي پلاوي غړي ایران ته په دې اووه ورځني سفر کښې په تهران کښې د کلتوري او تاریخي ځایونو او د ایرنا خبري آژانس په شمول د مهمو رسندوي ارګانونو کتنه وکړي.
دغه پلاوی به د ایران اصفهان، کاشان او قم ولایتونو ته هم لاړ شي او د دغو ولایتونو د تاریخي او کلتوري ځایونو پر کتنې سربیره به د اصفهان د ساینس او ټیکنالوجۍ پارک به هم وګوري.