عمران خان:
د امریکایانو د دسیسو او فشار په نتیجه کې ګوښه شوم
د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب د میاشتې په پنځم تاریخ او مسکو ته د پاکستان د مخکني لومړي وزیر عمران له سفر او پوتین سره له ملاقات سره هممهاله، روسیې په اوکراین کې عملیات پیل کړ، اوس عمران خان په دې باور دی چي امریکا له همدغې مسالې څخه په پاکستان باندې د فشار د راوستلو او په پارلمان کې د عمران خان د رد صلاحیت کولو لپاره د یوې پلمې په توګه کار اخیستی دی.
د ایرنا له راپور سره سم، د پاکستان مخکنی لومړي وزیر عمران خان له نیوزویک سره په مرکه کې ویلي، زما په ضد دسیسه هغه وخت پیل شوه چي زه په واک کې وم او مسکو ته په سفر لاړم.
عمران خان ادعا کوي چي په پاکستان کې یو شمېر سیاسي محفلونو په واشنګټن اغېز کړی چي دی ورته د دښمن په توګه معرفي کړي او دا مساله د هغه د ګوښه کېدو د دسیسې د رامینځ ته کېدو او د ستونزو د زیاتوالې لامل وګرځېده.
عمران خان ادعا کوي چي د پاکستان د فوځ د مخکني قومندان ژنرال قمر جاوید باجوا په څېر کسانو د هغه د حکومت په ړنګولو کې رول لوبولي وه.
هغه همدارنګه ویلي چي اوس مهال پاکستان کې هیڅ ډول ډیموکراټیک بهیر موجود نه دی او یوازې یو کس دی چي د هرڅه په هکله فیصله کوي، د کلونو په موده کې د فوځ قومندان په هر څه واکمن شوی چي د سوډان او میانمار نه پرته د نړۍ په هیڅ یو هیواد کې د فوځ قومندان دومره واک نه لري.
عمران خان زیاتوي: د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۶ په لوېدیځه اسیا کې د پاکستان سفیر اسد مجید د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال دونالد لو سره ګوري، په دغه کتنه کې دونالد لور وایي چي که عمران خان په عدم رایي اعتماد سره له قدرت څخه لیري نه شي، پاکستان به له سختو پایلو سره مخامخ شي.
خان وویل: له دې پېښې یوه ورځ وروسته، پاکستان د پارلمان استازي د امریکا له سفارت سره ملاقات کوي او د عدم اعتماد طرحه په پارلمان کې مطرح کیږي.
هغه زیاته کړه: زه حیران وم، نه پوهېدم چي ولي امریکا له روسیې سره زمونږ په اړیکو باندې اعتراض کوي، له بده مرغه کله چي زه مسکو ته لاړم، روسیې په اوکراین برید وکړ، زه نه وم خبر چي زما له سفر سره سم، روسیه په اوکراین برید کوی، که په دې مسالې باندې خبر وای، روسیې ته مې خپل سفر ځنډول.
عمران خان وویل: هم د پاکستان خارجه وزارت او هم فوځ د دې سفر سره موافقت لرل، فوځ له روسیې څخه د ځینو وسلو د ترلاسه کولو په خاطر مسکو سره د اړیکو د پیاوړتیا په لټه کې وه، مونږ غوښتل چي د هند په څېر له روسیې څخه ارزانه تېل رانیسو، له روسیې مو د غنمو واردات ته ضرورت لرل، دا زما د سفر دلیلونه وه، خو زما د سفر په ورځ روسیه په اوکراین برید وکړ، ما څه کولایشوای؟
کله چي روسیې څخه راستون شوم، د امریکا سفیر زما څخه وغوښتل چي د ملګرو ملتونو له لارې په اوکراین باندې د روسیې د برید غندنه وکړم، مونږ د روسیې ارزانه تېل او غنمو ته ضرورت لرل لکه هندوستان، په دې خاطر مي د هغه خبره نه ومنله، مونږ هم باید د هند په څېر بې پلوه پاته شوې وای.
د پاکستان مخکنی لومړي زیاتوي: زما خبره دا وه چي مونږ باید لومړي د خپلو خلګو په فکر کې ووسو، زه د هند د بې پلوه بهرني سیاست سره موافق یم، هغوی هم له چین او روسیې سره تجارت کوي او هم د امریکې استراتیژیک ملګري دي، ځکه چي خپل بهرني سیاست د خپلو خلګو د ګټو پر بنیاد تعریفوي.