پاکستان د سولې مذاکراتو ته د هند په بې پامې نیوکه وکړه
د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار د هند او پاکستان تر مینځ د خبرو دوام ته د هند به بې پامۍ نیوکه وکړه.
د ډان خبری سایټ د راپور له مخې سرتاج عزیر پرون وویل هند هیڅکله د اسلام اباد او نوی ډیلی ترمینځ د مذاکراتو د فرصت د پیداکولو لپاره ګام نه دی پورته کړی.
سرتاج عزیز جوته کړه چې دواړو هیوادونو تیر دسمبر فیصله وکړه چې مذاکرات به دوام ومومی خو د هند د پټانکوټ په هوایی مرکز له حملې وروسته د هند له خوا د هند اقدام کتونکی نه وو.
د هند دفاع وزیر منوهر پاریکر څو وخته مخکې خبرداری ورکړ چې احتمالا د اسلام اباد او نوی ډیلی خبرې اترې به د ترهه ګرۍ په خلاف د پاکستان د نامناسبو اقداماتو په وجه له بندون سره مخامخ شی. هغه ویلې وو چې پاکستان ترهه ګر په ښه او بد تقسیم کړې او د ښه تره ګرو لاس یې د هند او افغانستان په خلاف د حملو لپاره پرانستی پریښی دی .