Jul 07, 2023 15:41 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

پاکستان کښې د سخت باران او سیلاب له امله لسګونه کسان مړه شوي دي.

په داسې حال کښې چې پاکستان لا د تیر کال د سخت سیلاب تاوان نه دی جبیره کړی، حکومتي چارواکو وویل چې د دې هیواد په مختلفو سیمو کښې د تیرو دوو اونیو سیلابونو لږترلږه ۵۵ کسان وژلي او سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.

د فرانس ۲۴ چینل د خبر له مخې، د حکومتي چارواکو په وینا، د تیرو دوو اونیو له پشکالي بارانونو او له امله یې د سیلابونو له راوتلو وروسته، د دغه هیواد په موسمي پيښو کښې د مړو شمیر لږترلږه ۵۵ تنو ته رسیدلی دی.

د پاکستان په مهم ښار لاهور کښې هم پرون ډیر سخت باران شوی چې ورسره په سړکونو اوبه اودریدې او د خلکو ژوند یې ګډوډ کړ.

په داسې حال کښې چې د پاکستان د موسمیاتو ادارې په لاهور او خواوشا کښې د سختو بارانونو خبرداری ورکړی و، د کور د چت د پریوتو او د بریښنا د کرنټونو له امله په دغه ښار کښې ۱۹ تنه مړه شوي دي.

اخوا د خیبر پښتونخوا په شانګله سیمه کښې د ځمکې ښوویدو په پیښه کښې لږترلږه اته ماشومان مړه شوي او امدادي ځواکونه د سیلاب له امله د ځمکې په دغې ښوویدلې برخې کښې د نورو بې درکه شویو ماشومانو په لټون لګیا دي.

د پنجاب صوبې سیندونه د سختو بارانونو په وجه طوفاني شوي دي او د طبیعي پیښو د مدیریت سازمان د سیلاب د امکان په وجه تیارسي شوی دی.

تیر کال په پاکستان کښې د سخت سیلاب له امله ۱ زر ۷ سوه او ۳۹ تنه مړه شوي وو او د پاکستان اقتصاد ته یې ۳۰ میلیارډ ډالره تاوان رسولی و.

 

ټیګونه