شهباز شریف د پاکستان پارلمان منحلوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i136676-شهباز_شریف_د_پاکستان_پارلمان_منحلوي
پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې لومړی وزیر شهباز شریف به د دغه هېواد پارلمان د دې اونۍ د چهارشنبې په ورځ منحل کړي.
(last modified 2023-08-05T08:00:39+00:00 )
Aug 05, 2023 12:26 Asia/Kabul
  • شهباز شریف د پاکستان پارلمان منحلوي

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې لومړی وزیر شهباز شریف به د دغه هېواد پارلمان د دې اونۍ د چهارشنبې په ورځ منحل کړي.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، دا نېټه درې ورځې مخکې تر هغې ده، چې د ائتلافي حکومت د ړنګېدو او د موقت حکومت د جوړېدو لپاره ټاکل شوې وه.

د ډان ورځپاڼې په ګډون، یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپلو پټو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې دا پریکړه صدراعظم د پنجشنبې په شپه په یوې غیررسمي غونډه کې اعلان کړې.

د پارلمان منحل کېدل دا معنی لري، چې باید تر نوي ورځو پورې ټاکنې وشي.