عمران خان په درې کاله بند محکوم شو
(last modified Sat, 05 Aug 2023 10:17:47 GMT )
Aug 05, 2023 14:47 Asia/Kabul
  • عمران خان په درې کاله بند محکوم شو

د پاکستان یوې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د "دولتي سوغاتونو د ناوړه ګټې اخیستنې" په قضیه کې په درې کاله بند محکوم کړ.

د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، پاکستاني رسنیو نن (شنبه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد یوې محکمې «عمران خان» ته له سیاسي فعالیت څخه د پنځه کلن بندیز او یو لک روپیو جریمې سزا اورولې ده.

د دغه راپور له مخې، تورن "عمران خان" د لومړي وزیر په توګه د خپلې دورې پر مهال هغه ته له ورکړل شویو سوغاتونو ناوړه ګټه پورته کړې؛ هغه تور چې "عمران خان" رد کړی، خو قاضي "همایون دلاور" هغه په ​​دې قضیه کې مجرم ګڼلی او د عمران خان د نیولو امر یې صادر کړی.

د رویټرز خبري آژانس د عمران خان د درې کاله بند د خبر تر خپرېدو وروسته ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو هغه په ​​لاهور کې نیولی دی.

په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې، د عمران خان او د هغه د پلویانو او د پاکستان د پوځ او حکومت ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

عمران خان په وار وار پر پوځ او حکومت تور پورې کړی چې له سیاسي ډګره د ده د لرې کولو هڅه کوي او ادعا کوي چې دوی په محکمه کې د استیناف او بې اساسه تورونو په لګولو سره د هغه د لرې کولو هڅه کوي.

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت او د پوځ چارواکو د"عمران خان" لګېدلي تورونه رد کړي، پر حکومتي او پوځي دفترونو د بریدونو پړه پر هغه او د هغه پر پلویانو اچولې او د هغه د محاکمې غوښتنه کوي.