د عربستان سفیر د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i13678-د_عربستان_سفیر_د_پاکستان_د_کورنیو_چارو_له_وزیر_سره_وکتل
په اسلام آباد کښې د عربستان سفیر دپاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره ملاقات کړی او په دوه اړخیزو اړیکو پورې د اړوندو مسائلو او ځینو نورو سیمه ایزو او امنیتی چارو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2016 11:04 Asia/Kabul
  • د عربستان سفیر د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل

په اسلام آباد کښې د عربستان سفیر دپاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره ملاقات کړی او په دوه اړخیزو اړیکو پورې د اړوندو مسائلو او ځینو نورو سیمه ایزو او امنیتی چارو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د سرکاری خبری آژانس د خبر له مخې عبدا... مرزوق الزهرانی او چودری نثار علی خان په دغه ملاقات کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د مخکښې نه زیاتې پراختیا لارې چارې وڅیړلې.

چودری نثار علی خان په دغه کتنه کښې وویل چې له عربستان سره اړیکې د پاکستان لپاره یو ځانګړی موقعیت لری.

پاکستان له سعودی عربستان سره سټراټجکې اړیکې لری. په پاکستان کښې د نوازشریف د روان حکومت له جوړیدو راهیسې د عربستان حکومت سره پاکستان سره د پام وړ مالی مرستې کړې دی چې ترټولو مهمه پکښې په ۲۰۱۴ کال کښې د پاکستان حکومت ته د عربستان یو نیم میلیارډ ډالری مالی پیکیج و.