د پاکستان تیر خارجه وزیر ونیوی شو
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د تحریکِ انصاف ګوند مرستیال مشر په اسلام آباد کښې پولیسو ونیوه.
ایرنا د پاکستاني رسنیو په حواله خبر ورکړی چې شاه محمود قریشي چې د عمران خان د ګوند دویم کس دی، پرون په اسلام آباد کښې له یوې مطبوعاتي غونډې وروسته ونیوې شو. دا په تیرو دریو میاشتو کښې دویم ځل دی چې قریشي د امنیتي ارګانونو له خوا نیول کیږي.
ویل کیږي چې دا ځل د قریشي نیونه د هغه محرمانه لیک د افشا کولو په دوسیې پورې اړونده ده چې د عمران خان په ادعا، په ۲۰۲۲ کال کښې له وزیراعظمۍ د عمران خان د حکومت په کوزولو کښې د امریکې د دباؤ یوه برخه ده.
د ترسره شویو افشاسازیو له مخې، د امریکې د خارجه وزارت دوو چارواکو په واشنګټن کښې د اسلام آباد له سفیر سره په کتنه کښې پاکستان د یوکرین په جنګ کښې د بې طرفۍ د اعلان په وجه له وزیراعظمۍ څخه د عمران خان څنګته کولو ته ولمسوه.
د پاکستان تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي درې میاشتې مخکښې هم د عمران خان له جنجالي نیول کیدو وروسته، بلواؤ ته د خلکو د لمسولو په تور ونیوی شو او یوه نیمه میاشت پس په ضمانت آزاد شوی و.