د ترهګرو په وړاندې نه تسلیمیږو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i137554-د_ترهګرو_په_وړاندې_نه_تسلیمیږو
د پاکستان لومړي وزیر په دغه هیواد کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالې په غبرګون کې، وویل: هیڅکله د ترهګرو په وړاندې نه تسلیمیږو.
(last modified 2023-08-24T08:42:52+00:00 )
Aug 24, 2023 13:05 Asia/Kabul
  • د ترهګرو په وړاندې نه تسلیمیږو

د پاکستان لومړي وزیر په دغه هیواد کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالې په غبرګون کې، وویل: هیڅکله د ترهګرو په وړاندې نه تسلیمیږو.

د پاکستان د شمالي وزیرستان په سیمه کې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه فوځیان وژل شوي او د اسلام آباد حکومت هم له افغانستان سره په ګډو سرحداتو کې بریدونه په افغانستان کې له طالبانو سره تړلي بولي.

د اکسپرس نیوز له راپور سره سم، په داسي حال کې چي په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره، په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي، د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په ټینګار سره ویلي: د ترهګرو له مینځه وړل لاهم د پاکستان د وسله والو ځواکونو لپاره لومړیتوب لري.

هغه زیاتوي: هغه کسان چي فکر کوي مونږ له جنګه ستړي شوي یو باید له سره فکر وکړي، پاکستان هیڅکله د ټروریزم او تندلاریتوب په وړاندې سر نه ټیټوي او په هره ممکنه لاره به دغه ننګونه ختمه کړي.

د پاکستان نوی لومړي وزیر جوته کړه: تندلارې او ترهګرې ډلې فکر کوي چي د سیمې له هیوادونو د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، پیاوړي شوي دي، لیکن دوی باید پوه شي چي په خپلو نامردانه بریدونو سره، له ټروریزم سره د مبارزې لپاره د پاکستاني وسله والو ځواکونو اراده نه شي کمزوره کولای.

په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو په مینځګړیتوب له اسلام آباد سره اوربند وکړ، لیکن د تېر میلادي کال په وروستیو میاشتو کې دغه ډله اوربند مات کړ او په پآکستان کې یې د امنیتي ځواکونو په ضد بریدونه له سره پیل کړ.