د پاکستان لوړې محکمې د عمران خان د خوشي کیدا حکم ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i137754
ایرنا خبري اژانس د پاکستان د رسنیو په قول راپور راکړی د اسلام لوړې محکمې د څنګ ته کړې شوي لومړي وزیر عمران خان په غوښتنې باندې په غور کولو سره چې همدا اوس د اټک په زندان کښې دی د هغه د نیول کیدا حکم وځنډوه او د عمران خان د خوشي کیدا حکم یې ورکړ.
(last modified 2023-08-29T11:52:19+00:00 )
Aug 29, 2023 14:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان لوړې محکمې د عمران خان د خوشي کیدا حکم ورکړ

ایرنا خبري اژانس د پاکستان د رسنیو په قول راپور راکړی د اسلام لوړې محکمې د څنګ ته کړې شوي لومړي وزیر عمران خان په غوښتنې باندې په غور کولو سره چې همدا اوس د اټک په زندان کښې دی د هغه د نیول کیدا حکم وځنډوه او د عمران خان د خوشي کیدا حکم یې ورکړ.

د پاکستان د پلازمینې  د اسلام اباد د لومړې محکمې مشرنن د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بندي کیدا د ځنډیدا د حکم په ورکولو سره وویل د عمران خان محاکمه کیدل د هیواد له قوانینو سره په تضاد کښې ترسره شوي دي.

د اسلام اباد د لوړې محکمې مشر پولیسو او فیډرال استخباراتي ادارې ایف ايي ای ته حکم ورکړ چې د عمران خان پرضد د مالي فساد د دوسیې په  هکله نوي څیړنې وکړي او نتیجې یې محکمې ته اعلان کړي.

په عین حال کښې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان یوه وکیل نعیم پانجوټا پرون وویل په کویټه ښار کښې د یوه مدافع وکیل وژلې ته اړونده د عمران خان پرضد تورونه د یوې محکمې لخوا رد شول.