پاکستان، افغانستان د ځان خلاف له هندوستان سره په ملګرتیا تورن کړ
Jun 08, 2016 09:50 Asia/Kabul
د پاکستان دفاع وزارت افغانستان د اسلام آباد خلاف له هند سره په ګډې دسیسې تورن کړ.
زمونږ خبریال وائی د پاکستان دفاع وزارت چارواکو د دغه هیواد په سینیټ کښې په یولړ ویناو کښې ادعا وکړه چې د افغانستان د استخباراتو ادارې هندوستان ته اجازه ورکړې ده چې د دغې ادارې په مرکز کښې یو دفتر پرانزی او د پاکستان خلاف فعالیت وکړی.
دغه چارواکی همداشان مدعی دی چې په افغانستان کښې په مختلفو کنسولګریو په تیره بیا په ننګرهار ولایت کښې د پاکستان خلاف یولړ فعالیتونه بڼه نیسی.
د پاکستان د دفاع وزارت چارواکی مدعی دی چې دغه کنسولګرۍ د دې هیواد له مخالفانو سره په رابطه کښې دی او ورانونکی فعالیتونه پلانوی.